د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تورخم کې د سوداګروستونزې


په تورخم کې سوداګر وایي، د آسانتیاو نشتوالی له یو شمېر ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د دوی په وینا دا یو لوی تجارتي مرکز دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځه په لویه کچه تجارت په کې کېږي، خو د آسانتیاو نشتوالی د دوی کاروبارونه اغیزمنوي.


په تورخم کې یو سوداګر یادالله مشال راډیو ته وویل:

دلته د ټیلیفون، انټرنیټ، بنک او د خطونو وړلو هیچ ذریعه نشته، او موږ یې له سخت مشکل سره مخامخ کړي یو، او باید چارواکي دغه آسانتیاوې را کړي))

په دې تورخم د یوې کسټم کلیرینګ ایجنسۍ ایجنټ زرقیب خان وایي چې(( دلته اوبه او بجلۍ نشته هر وخت ټرافیک جام وي))

یوبل دوکاندار اکرام الله وویل:

(( د تورخم سړک ډېر خراب دې او د دوی کاروبارونه یې هم اغیزمن کړي دي، هر وخت ګردونه وي او باید دغه سړک ژر تر ژره جوړ شي))


د سوداګرو ددغه ستونزو په اړه د تورخم پولیټیکل تحصیلدار معراج خان وویل:

(( دلته مو ځینې کارونه لکه د سړک او بنک جوړول منظور کړي دي او ژر به پرې کار شورو شي او د اوبو انتظام به هم ورته برار کړو د نوروستونزو په اړه به هم خپلو لوړ پوړو چارواکو سره تماس ونیسو))


په تورخم کې سوداګر وایي، چې که دلته دوی ته دغه آسانتیاوې ورکړل شي نو د افغاستان او پاکستان تجارت نور هم ښه شي، ګڼ خلک به پر روزګار شي...
XS
SM
MD
LG