د لاسرسي ځای

د کابل پوهنتون زده کونکو او استادانو احتجاج کړی



د کابل پوهنتون یو شمیر زده کونکو او استادانو نن د سېشنبې پر ورځ مظاهره وکړه او دهغې پریکړي پرخلاف یې شعارونه ورکړل چې د ټولنیزو علومو پوهنځي د ریس په اړه شوې ده.

زده کونکې وايي د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو د پوهنځي رییس فاروق عبدالله او د دې پوهنځي استاد فیصل امین تیره ورځ د لسګونو زده کونکو د غوښتنې پر اساس چې پر نهره یا د ډوډۍ نه خوړلو هړتال یې کړی وو له خپلو دندو لرې کړی شول.

خو د کابل پوهنتون سلګونو زده کونکو او استادانو په نننۍ مظاهره کې له حکومته وغوښتل چې د دې پوهنځي د ریس او د یوه استاد د ګوښه کیدو پریکړه دي بیرته واخلي.
XS
SM
MD
LG