د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: پر پولیو ټیم برید،کارکونکې ووژل شوه


پېښور: دا د ګوزڼ څاڅکي ورکونکې کارکونکی مړی دی چې نن وسله والو ووژله
پېښور: دا د ګوزڼ څاڅکي ورکونکې کارکونکی مړی دی چې نن وسله والو ووژله



د پېښور په بډه بيره کې نن د نهې پر سهار د ګوزڼ وایرس ضد څاڅکي ورکونکې ډلې باندې د وسله والو په په بريد کې يوه ښځينه کارکونکې وژل شوې او بله يې زخمي شوې ده.


د پېښور مرستيال کمشنر حبيب الله عارف په ټليفون مشال راډیو ته وويل چې د بډه بيرې په شېخ مامدو سيمه کې پر موټر سايکل سپرو وسله والو د پوليو پر ډلې بريد وکړی چې يوه کارکونکې پر هغه ځای مړه شول او بله په زخمي حالت کې روغتون ته رسول شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې نن د پوليو ضد څاڅکو ورکولو د کمپاين لومړۍ ورځ ده او د دوی په لسګونه پوليس د دې ډلو د حفاظت لپاره ګمارل شوي دي.

د روغتيا نړيوالې ادارې د وسله والو دا بريد په سختو ټکو غندلی دی. د پاکستان لپاره د دې ادارې مشر ډاکټر الياس دوري مشال راډيو ته وويل چې د دې بريدونو د مخنيوي لپاره بايد مذهبي او سياسي مشران او د مدنې ټولنې استازي رامخ ته شي چې تر څو ماشومان د ګوزڼ له ناروغۍ څخه وژغورل شي.

تر دې وړاندي هم د خېبر پښتونخوا په بېلا بيلو سيمو کې د پوليو پر ډلو بريدونه شوي دي چې په ښکاره ډول يې پړه چا په غاړه نه ده اخسته خو سخت دريځه وسله وال طالبان د دې کار مخالفت کوي.
XS
SM
MD
LG