د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان د لوډشیډنګ پرضد احتجاجونه



په بلوچستان کې زميندارانو د بجلۍ د لوډشیډنګ پرضد په دغه صوبه کې ټولې لويې لارې د احتجاج په توګه تړلې دي.


زمينداران وايي، که يوې خواته وچ کاليو زمينداري ورختمه کړې، نو بلې خوا ته د بجلۍ زیات لوډ شیډنګ له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د بلوچستان شاوخوا ټولې لويې لارې نن د منګل يا د سشنبې په ورځ د احتجاج په توګه تړل شوې، او له کوټې شاوخوا ټولو سیمو ته ټرافیک تړل شوی دی.

د کوټې کراچۍ، کوټې چمن، او کوټې ږوب لارې په بېلا بېلو سیمو کې د زميندارانو له خوا د احتجاج په توګه بندې دي او د زميندارانو له خوا احتجاج هم روان دی.

د زميندار ایکشن کمېټۍ مشر عبدالرحمان بازي مشال راډيو ته وویل؛

((وچ کالۍ او د برېښنا پارچاو يې په ټولو سیمو کې زراعت او مالداري ته سخت زیان اړولی.
په ټول بلوچستان کې پنځه اویا لکه مېږي او بزې مړې شوې، او پنځه څلوېښت لکه میوداره درختې وچې شوې او درې زره دوه سوه ټيوب وېلونه وچ شوو ، په مجموعي توګه د زمنيدارانو شپږ سوه اربه روپۍ نقصان وشو.))

د زميندارانو له لوري دا احتجاج په داسې حال کې کېږي، چې په ټول پاکستان کې د پيپکو يا د برېښنا د څانګې په خبره د برق شپږ زره ميګاواټه کمښت دی.

هلته د لارو له بندېدو سره ډېری وګړي هم له ستونزو سره مخامخ وو.

خبریال رفیع الله مندوخېل وايي هم نن له کوټې ږوب ته روان وو، خو په کچلاغ کې د لارې د بندېدو له امله بېرته راوګرځول شو، نوموړي د سترګو لیدلی حال مشال راډيو ته داسې ووايه...

((زه له کوټې ږوب ته روان وم. خو لاره بنده وه او ټول وګړي له سختو ستونزو سره مخامخ وو. د لارې د بندېدو له امله ډېری موټرونو، ایمبولانسونه ولاړ وو، مريضان، ماشومان او ښځې له ګڼو ستونزو سره مخامخ وو. ))

د زمیندرانو يو بل مشر ملک محمد رمضان مهترزی وايي؛

(( د هر وخت چې د دوی د زمیندارۍ وخت شي، نو پرې د بجلۍ لوډ شيډنګ زیات شي او هم ځکه يې زراعت ختم شوی. خبره داسې ده، چې هر وخت زموږ په موسم کې دلته په دې سیمو کې د برق پارچاو زیات شي او له همدې زموږ زراعت بلکل ختم شو.))

بلې خواته د کيسکو وياند افضل بلوڅ د ږغ نه ثبتولو په شرط مشال ته وویل؛

(( د بجلۍ زیات لوډشيډنګ يواځې په بلوچستان کې نه بلکې په ټول پاکستان کې دی. خو بیا هم زیاتوي چې دوی هڅه کوي، چې د زميندارۍ په وخت کې لږ تر لږه لوډشيډنګ وکړي.))
XS
SM
MD
LG