د لاسرسي ځای

کېري لویدیزې غاړې ته4بیلیون ډالر اعلان کړې


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري


واشنګټن پوسټ لیکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د فلسطین او اسراییل د اړیکو د ښه کولو لپاره د لویدیزې غاړې د اقتصادی پرمختګ لپاره د څلورو بیلیونو امریکایی ډالرو د وړاندیز اعلان وکړ.


جان کیري په دغه وخت وویل، دواړو خواو ته دا وخت تر ټولو لوی خطر د امن نشتوالی دی، او باید دې ته زیات پام وکړل شي.

کیري په دغه وخت د دې تفصیل ورنه کړ، چې دغه پیسې به په کومو برخو کې لګیږي، او څه وخت به ورکړل کیږي. خو دغه پیسې به د امریکا د نجې سیکټر نه راځې. د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري، دا خبرې د نړیوال اقتصاد فورم ته د فلسطینې ادارې د مشر محمود عباس او د اسراییلي ولسمشر شمعون پېرېز له وینا وروستو وکړې.

که څه هم په دغه غونډه کې د اسراییل وزیر اعظم بی یامین نتن یاهو ګډون ونه کړ، خو په اردن کې د دواړو ډلو مشرانو ډیر وخت پس له یو بل سره نیغ په نیغه ولیدل.

کیري په خپلو خبرو کې دا هم وویل، د فلسطینې ځوانانو لپاره دا وخت روزګار یوه لویه مسله ده، او اقتصادي پرمختګ د فلسطیني ځوان کل ډیرې مسلې حلولی شي.

جان کیري وویل، یو خوشاله او ازاد فلسطینې ریاست جوړول د وخت ضرورت دی، او باید په دې کې نور وخت ضایعه نه کړل شي. کیري د لودیزې غاړې د پرمختګ د منصوبې په اړه ډیر تفصیل ورنه کړ ، خو دا یي وویل، دوی به په روزګار او سیاحت زیاتې پیسې لګوي.

بلیېر او ټام کولنز دوه شتمن ارب پتیان دي، او د جان کیري نږدې ملګري هم دي، د تیرو شپږو میاشتو راهیسې د نورو شتمنو سوداګرانو سره پر دې خبرې کوي، چې څنګ د دغه سیمې اقتصاد ښه کړل شي.

واشنګټن پوسټ لیکې دواړه غاړې د تیرو څه نا څه پنځو کالونو راهیسې د دریدلو خبرو وروستو له یو بل سره د امن په خبرو کې نیغ په نیغه برخه اخلي.

جان کیري د دواړو غاړو مشرانو ته په خپله وینا کې دا هم وویل، که چېرې تاسو له یو بل سره خبرې نه کوئ، نو د امن لپاره دا هلې ځلې هم نه شي کامیابیدائ.

جان کیري دواړو ته په ټوکه کې دا هم وویل، ما سره تړون هم شته ، تاسو دواړه راشئ او لاسک یی کړئ، خو بیا یي په خندا کې وویل، د دغه تړون وخت به هم ډیر ژر راشي.
XS
SM
MD
LG