د لاسرسي ځای

شاه محمود شینواری

ننګرهار: د ډیورنډ کرښې هغې غاړې د اپرېدو قوم د اتو قبيلو په لسګونو قومي مشران ننګرهار ولایت ته تللي او خپلې غوښتنې يې د قبایلو ریاست چارواکو سره شریکې کړې.


دغه ازاد قبایل وايي، چې د دوی نیکونو له پخوا راهیسې د افغان دولت تر چتر لاندې ژوند کړی، زده کړې يې دلته کړي او له دې ځایه يې تنخواوې اخیستي، خو اوس د پاکستان حکومت له خوا ورسره د مور او مېرې چلند کیږي.

دغو راغلو قومي مشرانو، چې د تېرا ميدان، باړې او جمرود اوسيدونکي دي، له افغان دولته وغوښتل، چې د دوی د حق د خوندیتوب په خاطر دې په خپله غیږه کې ځای ورکړي:

"موږ له خپل حکومت یانې افغان دولت نه غوښتنه کوو؛ چې نور دې موږ د پاکستان ظالم له منګلو خلاص کړي.

زما نوم یعقوب خان افریدی، د باړې اوسیدونکی یم او موږ په دې خاطر راغلي یو، چې د نور موږ د پاکستان واکمني پرځان نشو منلی ځکه تل يي پر موږ ظلم کړی.

صحبت خان یم. افغانستان زموږ خپل وطن دی، زموږ مشرانو په کې تعلیمونه کړي، موږ غواړو چې د خپل وطن سره يوځاى شو."

د ننګرهار د قبایلو چارو ریيس وجيه الرحمان شينواري مشال راډيو ته وویل؛ چې دغو قومي مشرانو څه موده وړاندې له دوى څخه غوښتنه کړې وه؛ چې له دوى سره وګوري، خو افغان دولت ورته لا اجازه نه وه ورکړې او اوس دوی په خپل سر راغلي دي.

نوموړی وايي، چې ده، د دغو قومي مشرانو غوښتنې واورېدې او د خپل وزارت له لارې به يې ولسمشر ته ورسوي او دا وروستۍ خبره ده، چې افغان دولت د دوی غوښتنو ته څه ځواب لري:

"دغه ټول د اتو قومونو مشران دي، چې راغلي دي، دوی مخکې هم غوښتنه کړې وه، چې افغان دولت سره ګورو، خو اوس له دعوته پرته په خپل سر راغلي او وايي، چې موږ د دواړو غاړو څخه متضرره یو او د امن په برخه کې څه کولی شو، چې ترسره يي کړو."

د اپریدو قوم دغو مشرانو د یوه سوله ييز حرکت په ډول د دوشنبې په ورځ د جلال اباد په ښار کې د هغه شعار لاندې، چې لیکلي، موږ خپل حق غواړو وګرځيدل.

دوی وايي، چې نور قومي مشران هم دې ته لېواله دي، چې دلته راشي او افغاني چارواکو سه د خپلو حقونو د ترلاسه کيدو په موخه وګوري.
XS
SM
MD
LG