د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سيدوميډيکل کالج کې نندارتون


نيازاحمدخان


د خيبر پښتونخوا سوات سيدو ميډيکل کالج زده کونکو د خپلو سیمو د دودیزه توکیو نندارتون لګولی دی چې په کې نکریزې، د واده جامې او بیلا بېل په زړه پورې عکسونه نندارې ته وړاندې کړل شوي دي.


د نندارتون جوړونکی عدنان وايي، چې د طب زده کونکو ټول زوند له کتاب سره تړلي وي او د هغوی د هوساینې او او ساعتېري په موخه یې ورته دا مېله جوړه کړې چې پام یې واوړي. د ده په خبره په مېله کې یې د ګڼو سیمو د خوراکي توکیو ستالونه هم لګولي دي.

يو سټال لګوونکې ډاکټره بشرا محمد وايي، په خپل سټال کې یې د نکريزو، واده جامو او کليزې توکي خپل سټال ته راوړي او هم له دې شیانو سره یې عکسونه ورته وباسي.

رئيس خان بیا د شنوبو او جوارو سکړک خپل سټال ته راوړي، د ده پهخبره چې دغه دودیزه خواړه اوس ورو ورو په ښارونو کې په ختميدو دي.


يوه ذده کونکې سایره وايي، داسې هلې ځلې ورته په کار ده چې له لږه دمې او خوشالي وروسته بیرته خپلو زده کړو ته تازه شي.

د وزيرستان یو زده کوونکی روف داوړ وايي، له نندارتونه خوند اخلي او غواړي چې له لوست او زدکړو یوې ډډې ته شي.

دغه ننداتون ته له نورو سکولونو سخه هم زده کونکي راغلي ول، د اتم جماعت يو ذده کونکي نور وايي، دوی له ملګرو سره په ګډه سټالونه وليدل او خوند یې ترې واخیستو او په خپل سکول کې به هم داسې ميله لګوي.
XS
SM
MD
LG