د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه تېرېدونکې اورګا‌ډي تخنیکي جاج پېلېږي


د افغانستان د فواید عامې وزارت چارواکي وايي، د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان تر منځ د اورګاډي پټلۍ د پروژې په اړه به ډير ژرتخنیکي څیړنې پیل شي.


د دې وزارت مرستیال انجینیر احمد شاه وحید مشال راډیو ته وویل:

(په لومړي ګام کي به دغه پروژه افغانستان د مرکزي اسیا له هیوادونو سره وتړي. په افغانستان کي د دې پټلۍ اوږدوالی 231 کیلومیټره کیږي او تخنیکي څېړني به یې ژر پيل شي، چي بیا به یې د ساختماني چارو په اړه خبري وشي)

تیره ورځ د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته بلنه ورکړه چې ددې پروژې د کار د پیلیدو په مراسمو کې چې ډیر ژر به ترسره شي، برخه واخلي.

د افغانستان، تاجکستان او ترکمنستان د اورګاډي پټلۍ د ترکمنستان له آتا مراد سیمې پیلېږي چې د افغانستان د اقینې او اندخوی له سیمو تېرېږي او د کندزولایت د شیرخان بندر له لارې ترتاجکستان پورې رسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG