د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سختدریځۍ پر ضد د جګړې توجه پر پاکستان ده


سرچینه: نیویارک ټایمز

د نيو يارک ټايمز ورځپاڼې په ليکنه کې راغلي، د سخت دریځۍ پر ضد د امريکا د تېرې ۱۲ کلنې جګړې زيات تمرکز ښايي د افغانستان پرتله پر پاکستان پاتې شوی وي.


امريکا که يوې خوا ته له پاکستان سره په پوځي برخه کې بيلونونه ډالره مرسته کړې ده نو بلې خوا ته يې په دغه هېواد کې د ډرون بريدونو خپل پټ پروګرام هم جاري ساتلی دی.

د ورځپاڼې د ليکنې له مخې، د امريکايي ولسمشر براک اوباما د تېر زيارت ورځې له مهمې وينا وروسته پاکستان پلو د امريکا پالېسي په بدلېدو ده.

د دې هېواد پر قبايلي سيمو ډرون حملې کېدل کمېږي، د افغانستان جګړه پای ته نيږدې کېږي او د القاعده پر ضد د جنګ زور هم په کمېدو دی.

په ليکنه کې وړاندې ويل شوي، له خپلې سيمې څخه د امريکا د وتلو د پاکستاني مشرانو پخوانۍ غوښتنه ښايي پوره شي، خو په دغه صورت کې به پاکستان له هغه مالي مرستو او سياسي ارزښته چې د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې يې د يوه مهم هېواد په توګه تر لاسه کول، لاس ومينځي.

مقاله کاږي، په ډرون بريدونو کې کمی کېدای شي د پاکستان او غربي نړۍ په اړيکو کې راغلی درز يو څه راکم کړي، خو د پاکستان قبايلي سيمه، چيرته چې په تېره يوه لسيزه کې ۳۶۰ ډرون حملې شوې دي، لا هم سخت دريځي يې د خپل پناه ځای په توګه کاروي.

په داسې حال کې چې امريکايي ځواکونه په ۲۰۱۴ م کال کې له افغانستانه وځي او پر پاکستان کېدونکيو ډرون حملو کې هم کمی راغلی، څېړونکي اندېښمن دي چې که د پاکستان پوځ په قبايلي سيمه کې د ترهګرو خلاف موثر عمليات و نه کړي، د دغه ځای حالات به نور هم له قابو بهر شي.

په ليکنه کې د دفاعي چارو د يو پاکستاني څېړنکار پروفيسر حسن عسکري رضوي خبره راخيستل شوې چې ويلي يې دي، که د افغانستان ياغي قوتونه پياوړي کېږي، اثر به يې د پاکستان قبايلي سيمو ته غځيږي، چې دغلته فعاله طالبان به يوه نوې حوصله بيا ومومي.

په ليکنه کې د ترهګرۍ ضد امريکايي جګړې سره د پاکستان د تېر پوځي واکمن پرويز مشرف د کلک ملاتړ يادونه شوې ده، چې وايي په ترڅ کې يې پاکستاني پوځ ته شا وخوا ۱۷ اربه ډالر ورکړل شول.

په مقاله کې د پاکستان په تېر حکومت کې د بهرنيو چارو د وزيرې حنا رباني کر په حواله ويل شوي چې که امريکا ډرون بريدونه کول ودروي او له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي نو له ترهګرو سره به د وسله وال مزاحمت کولو جواز پاتې نه شي.

د نوموړې په خبره، که وسله وال بيا هم خپلو ترهګريز فعاليتونو ته دوام ورکړي نو پر ضد به يې سخت اقدام وکړای شي.

د نيو يارک ټايمز په ليکنه کې د پاکستان د نوي جوړېدونکي وزيراعظم نواز شريف دې هوډ ته هم اشاره شوې چې وايي هڅه به وکړي چې پر امريکا د دغه هېواد تکيه راکمه کړي.

دغه راز ويل شوي چې د پاکستان پر خاوره امريکايي ډرون بريدونو کېدل که کم هم شي، دغه پروګرام به په يو نه يو شکل کې شتون ولري.
XS
SM
MD
LG