د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان سولې بهیر واضح نه دی، رحیم الله یوسفزی


پراګ - د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني او په افغانستان کې د اېتلافي ځواکونو مشر جنرال جوزف ډنفرډ د شنبې پر ورځ په اسلام اباد کې له یو بل سره لیدلي دي.


په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو سوله ساتي ځواکونو (ایساف) له خوا په خپرې شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، دواړو مشرانو د همکاري په زياتوالو او د سیمه یيز استحکام په اړه خبرې وکړي.

دا د ډنفرډ پاکستان ته د ايساف د مشر په حيث دويم سفر دی.

ډنفرډ د ملاقات په اړه وايي چې د سيمه یيز ثبات له پاره د ايساف، پاکستان او د افغانستان ترمنځ همکاري ډېره مهمه ده.

پاکستانۍ رسنۍ د جنرال کياني په حواله وايي چې په افغانستان کې د پخلاینۍ په بهير کې د پاکستان کردار ډېر مهم دي او په دې لړ کې به پاکستان خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

ایا د افغانستان د سولې په عمل کې به پاکستان ریښتیا هم مهم کردار ولوبوي او که د هغو شکونو ښکار به پاتې شي چې افغان ولسمشر حامد کرزی یې لري؟ همدا راز، د افغانستان د سولې عمل ولې دومره پېچلی دی؟

دا موضوع مو په پېښور کې له خبریال او د افغانستان چارو له پوه رحیم الله یوسفزي سره څېړلې ده.

له یوسفزي مو پوښتلي چې د جنرال کیاني دې بیان ته څنګه ګوري چې پاکستان په افغان سولې بهیر کې مهم کردار لري؟

مرکه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:36 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG