د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: امنیتي سرتېرو په سلګونه کیلو چوونکي مواد نیولي




لواړګی - د قبايلي سيمې خيبر پوليټکل چارواکو پرون ۱۷۵۰ کلوګرامه بارودي مواد نيولي او په لړ کې يې درې کسان نيولي دي.


د جمرود پولیټیکل تحصیلدار عصمت الله وزیر د خالي پر ورځ مشال راډیو ته ویلي، تېر ماښام د خیبر درې پر لاره په بګیاړی چیک پوسته خاصه دارو ځواک د لټون په وخت له یوه پک اپ ګاډي ۱۷۵۰ کېلو چوونکي مواد په خپله ولکه کې اخیستي دي او له دې سره یې درې کسان هم نیولي دي.

د ده په وينا دغه بارود له جمروده د لواړګي (لنډي کوتل) په طرف وړل کېدل.

یاده دې وی چې په تېرو وختونو کې هم په جمرود او لنډي کوتل کې په یو شمېر بمي چاودنو کې داسې مواد استعمال شوي دي او په لسګونه خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په خیبر اېجنسۍ کې له کالونو راهیسې امنیتي وضع خرابه ده.

په دې سیمه کې یو شمېر وسله والې ډلې فعالې دي. په دې لړ کې له اوږدې مودې راهیسې په باړې کې د وسله والو پر وړاندې د پاکستاني پوځ عملیات هم روان دي.
XS
SM
MD
LG