د لاسرسي ځای

کیاني او ډنفرډ له یو بل سره لیدلي دي


د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني او په افغانستان کې د اېتلافي ځواکونو مشر جنرال جوزف ډنفرډ د شنبې پر ورځ په اسلام اباد کې له یو بل سره لیدلي دي.

په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو سوله ساتي ځواکونو (ایساف) له خوا په خپرې شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، دواړو مشرانو د همکاري په زياتوالو او د سیمه یيز استحکام په اړه خبرې وکړي.

دا د ډنفرډ پاکستان ته د ايساف د مشر په حيث دويم سفر دی.

ډنفرډ د ملاقات په اړه وايي چې د سيمه یيز ثبات له پاره د ايساف، پاکستان او د افغانستان ترمنځ همکاري ډېره مهمه ده.

پاکستانۍ رسنۍ د جنرال کياني په حواله وايي چې په افغانستان کې د پخلاینۍ په بهير کې د پاکستان کردار ډېر مهم دي او په دې لړ کې به پاکستان خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

ډنفرډ، کياني او د پاکستان پوځ ته د مې ۱۱مې انتخاباتو په سوله ییزه توګه تر سره کولو مبارکي ورکړه.
XS
SM
MD
LG