د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې نښته، د وژل شویو وسله والو شمېر ۲۸ شو



غزني - د شنبې ورځې په اوږدو کې، د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې له طالب وسله والو سره د افغان او بهرنيو سرتېرو نښتې شوې دي، چې له امله يې تر اوسه پورې ۲۸ تنه طالب وسله وال وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل دي.


دغه نښتې د ګيلان ولسوالۍ په شجاع احمد او ورڅېرمه کليو کې شوې دي.

د ګيلان ولسوال محبوب الله خان سباوون وايي، پرون لومړی طالبانو پر سيمه ييزو پوليسو بريد وکړ، چې وروسته ملي اردو او بهرني سرتېري هم د سيمه ييزو پوليسو مرستې ته ورغلل.

دی وايي، په نښته کې د سيمه ييزو پوليسو يو قومندان سخي داد هم وژل شوي دي.

د ده په خبره له وسله والو څخه يې وسلې، چاودېدونکي توکي او موټر سايکلونه هم نيولي دي.

((د دوی مړي اوس ۲۸ تنو ته ورسېدل، ۱۷ نفره يې زخميان دي، څلور موټرسايکل، څلور راکټ، يو ۸۲ او درې پيکاوې ترې نيولې شوي دي. سيمه ټوله له وسله والو پاکه شوې ده او زموږ يو نفر وژل شوی دی.))

تر دې وړاندې د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي ويلي وو، چې په دغو نښتو کې يو بهرنی سرتېری هم ژوبل شوی دی.

خو وسله وال طالبان بيا دا نه مني چې دوی ته دې دومره مرګ ژوبله اوښتې وي.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي، په نښتو کې د وژلو شويو سيمه ييزو پوليسو مرګ ژوبله ۱۲ او د خپلو ملګرو شپږ تنه ښيي.
XS
SM
MD
LG