د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر د هیواد امنیتي ځواکونو مېړانه ستايي


کابل - افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جمعې ورځې ترهګره حمله غندلې ده.


له ارګ ماڼۍ په خپور شوي بیان کې ویل شوي، په دې حملې کې درې کسان وژل شوي او شا و خوا ۱۸ ژوبل دي.

کرزی وايي، دا حملې د افغان ولس سولې، سوکالۍ او پرمختګ دښمنانو کړې دي.

کرزي ویلي: ((ترهګر او د دوی تر شا بېګانه عناصر باید په پوه شي چې د دې ډول غیر اسلامي او غیر انساني عملونو په کولو نه شي کولای چې د افغانستان خلک د خپل هیواد خپلواکۍ ساتنې، ابادۍ، پرمختګ او سوکالۍ له لارې وګرځوي.))

حامد کرزي په دې پېښه کې د هیواد امنیتي ځواکونو زړورتیا، مېړانه، سرښندنه او د هغوی د چټک عمل ستاینه کړې ده.

بیان زیاتوي، افغان ولسمشر په دې پېښه کې د وژل شویو او ژوبلو له کورنیو سره ژوره خوا خوږي ښيي.
XS
SM
MD
LG