د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ګجرات کې په یوه ګاډي کې اور ۱۶ ماشومان وژلي


د پاکستان پنجاب په ګجرات کې د یوه ښوونځي په ګاډي کې د اور لګېدو په پېښه کې یوه استاده او ۱۶ ماشومان وژل شوي دي.

په پېښه کې پینځه ماشومان ژوبل دي.

د پاکستان دولتي ټیلي وېژن وايي، دا پېښه نن سهار د ګجرات په فتح کوټ سیمه کې شوې ده.

د ګجرات پولیسو یوه مشر اصف بلال لودي رسنیو ته وویل، تر پېښې وروسته سیمې ته مرستندویه ډلې ورسېدې خو د اور زیاتوالي له کبله دا ډلې د ماشومانو په ژغورلو کې پاتې راغلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG