د لاسرسي ځای


د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو او طالب وسله والو نښته سره کړې ده، چې له امله يې شپاړس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.


دوی وايي، په نښته کې د سيمه ييزو پوليسو يو قومندان هم وژل شوي دي.

چارواکي وايي، نن شنبې پر ورځ د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې طالب وسله والو د سيمه ييزو پوليسو پر يوه پوسته بريد کړی دی، چې وروسته د دواړو غاړو تر منځ نښته هم شوې ده او څو ساعته يې دوام کړی دی.

په دغه نښته کې چې د شجاع په کلي کې شوې، شپاړس تنه طالبان او د سيمه ييز پوليسو يو قومندان وژل شوي دي.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، د سيمه ييزو پوليسو قومندان سخي داد نومېږي. چې د طالبانو د لومړي بريد پر مهال وژل شوي دی.

دی وايي، په نښته کې د بهرنيو سرتېرو له ډلې هم يو تن ټپي شوی دی.

((نن د سهار په پنځنيمې بجې يوې ډلې طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته بريد وکړ، چې په کې د سخي داد په نامه د سيمه ييزو پوليسو يو قومندان ووژل شو. وروسته ملي اردو، سيمه ييز پوليس او بهرني سرتېري په طالبانو پسې ور وتلي او د نښتې پر مهال يې شپاړس تنه طالبان وژلي دي.په نښته کې يو بهرنی سرتېری هم ټپي شوي دی))

خو ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي، وايي، چې ملګرو يې په نښته کې شپږ تنه سيمه ييز پوليس وژلي او همدومره نور يې ژوبل کړي دي.

دی وايي، په نښته کې د دوی درې تنه ملګري هم وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
XS
SM
MD
LG