د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستانۍ الوتکې پېښه ترهګرۍ سره نه ده تړل شوې


د برتانیا پوليس وايي دوی د پاکستان د هوايي شرکت په جهاز کې پېښه د ترهه ګر ۍ سره نه تړي بلکې دا يوه مجرمانه فعل ګڼي.
د برتانیا هوايي ځواک د جمعې په ورځ د پي اۍ ای دغه الوتکه د نامالومه پيښې پر اساس د لندن سټانسټېډ هوايي ډګر ته راښکته کړه.
له هغې وروسته پوليس جهاز ته ورننوتل او دوه مشکوک کسان يي جهاز ته د خطر ورپېښولو په تور ونيول. له دوي پلټنې روانې دي. رپورټونه دي چې دغه پيښه د دوو مسافرو ترمنځ د جګړی له وجې رامخې ته شوی.
د پاکستان د هوايي شرکت په دی جهاز کې دری سوه مسافر وو چې د پاکستان له له هور ښار څخه مانچسټر ته روان وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG