د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان - هند همکاري او پر افغان-پاکستان اړیکو اغېز


پراګ - افغان ولسمشر حامد کرزي هند ته په داسي حال کې سفر تر سره کړی چې وار د مخه لا د دواړو هيوادونو تر منځ په ۲۰۱۱م کال د ستراتيژيکو همکاريو تړون لاسليک شوی دی.


د ولسمشر کرزي په دې سفر کې که څه هم پر د سوداګرۍ په ګډون پر يو شمېر نورو چارو خبرې اترې وشوې خو په دفاعي برخه کې له افغانستان سره د هند همکاري يوه تر ټولو مهمه موضوع وه.

دا چې له افغانستان سره به د هند همکاري د افغانستان او پاکستان پر اړيکو څه اغېز وکړي؟

په کابل پوهنتون کې د سياسي علومو ښوونکی پروفيسر نصرالله ستانکزی خوشبينه نه ښکاري او وايي چې پاکستان د افغانستان او هند پر دوستانه او نږدې اړيکو همېش حساسيتونه درلودلي دي.

((د پاکستان تجربې ښودلې ده چې په هر وخت کې چې کله د افغانستان دولت له هند سره نږدې شوی دی نو پاکستان خپل حساسيتونه درلودلي دي او کله نا کله يې د هند په نسبت چې هغه يو مقتدر هيواد دی ډېر دښمنانه اقدامات هم کړي دي. پاکستان له دغه وضعيت سره بايد په خپلو سياستونو کې تغير راولي ځکه چې بالآخره کابل مجبوريږي چې له هند سره ډېر نږدې شي. دا هم له امکاناتو خالي نه ده چې پاکستان خپلي دښمنۍ ته تشديد ورکړي نسبت افغانستان ته.))

بايد هغه هيوادونه خوشاله شي چې په افغانستان کې د ثبات لپاره کار کوي ځکه چې دا ثبات به نه يوازي د افغانستان د خلکو لپاره وي بلکې د ټولې منطقې لپاره به وي، په ځانګړې توګه د پاکستان لپاره چې له بده مرغه نن په همهغه مشکل اخته دی لکه افغانان چې اخته دي او په ځينو مواريدو کې ممکن هغوی تر موږ هم ډېر متاثر شوي وي.
شیدا محمد ابدالي، په هند کې د افغانستان سفیر
که څه هم هند افغان ځواکونو ته اوس هم روزنه ورکوي خو ولسمشر کرزي د اوسني سفر پر مهال له هند څخه يو شمېر نورې غوښتنې هم کړي دي چې يوه يې وسله او مهمات ياديږي. په پېښور پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو د څانګې مشر پروفيسر اعجاز خټک وايي چې د افغانستان، پاکستان او هند له يو بل سره اړيکې پر درو واړو هيوادونو اغېز کوي خو په پاکستان کې د نوي حکومت په راتګ سره کېدای شي څه پرمختګ وشي.

((د درو واړو ملکونو تعلقات له يو بل سره تړل شوي دي او کافي اثر لري. د کومو دوو تعلقات چې ښه کيږي پر دريم يې اثر پرېوزي. په پاکستان کې دا يو ذهن جوړ شوی دی چې که چيري افغانستان له هند سره جوختيږي نو هغه افغانستان به د پاکستان خلاف وي. د دې ويرې د درلو لپاره پاکستان مختلفې فيصلې کولې او مختلفې پاليسيانې خپلوي، دا بېله خبره ده که هغه څه غلط وي يا ټيک وي. خو ورسره دا هم په ذهن کې ساتل په کار دي چې په پاکستان کې نوی حکومت را روان دی او نواز شريف ويلي دي چې موږ به له هند سره تعلق ښه کوو. که څومره د پاکستان او هند تعلقات سميږي هومره به د افغانستان او هند د تعلقاتو په حواله د پاکستان اعتراض کميږي. ))

افغان حکومت وايي، هند ته د ولسمشر کرزي دوه ورځني سفر ډيرې لاس ته راوړنې لرلي دي.

په نوي ډيلي کې افغان سفير شيدا محمد ابدالي وايي چې د هند او افغانستان په همکارۍ باندي بايد پاکستان خپه نه شي ځکه چې د افغانستان ثبات د ټولې سيمې په ګټه دی.

((موږ اميدواره يو چې له دغه منطقې څخه هغه زوړ سياست چې يو هيواد به د بل هيواد په خوښه رابطه ولري، خدای دي وکړي چې دغه سياست نور له دغې منطقې څخه ټول شي او بايد هغه هيوادونه خوشاله شي چې په افغانستان کې د ثبات لپاره کار کوي ځکه چې دا ثبات به نه يوازي د افغانستان د خلکو لپاره وي بلکې د ټولې منطقې لپاره به وي، په ځانګړې توګه د پاکستان لپاره چې له بده مرغه نن په همهغه مشکل اخته دی لکه افغانان چې اخته دي او په ځينو مواريدو کې ممکن هغوی تر موږ هم ډېر متاثر شوي وي.))

که څه هم له افغانستان سره په تيرو وختونو کې د سيمې او نړۍ هيوادونو مرستې کړي دي خو اوسنيو مرستو ته په داسي وخت کې زيات ارزښت ورکول کيږي چې افغان امنيتي ځواکونه پر خپلو پښو د درېدو په حال کې دي تر څو وکولای شي چې تر ۲۰۱۴م کال وروسته د ټول هيواد امنيتي چارې په غاړه واخلي.
XS
SM
MD
LG