د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي ډرون حملې نا قانونه دي


پاکستاني حکومت یو ځل بیا ویلي دي چې د بې پیلوټه الوتکو حملې نا قانونه دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي ولسمشر باراک اوباما د پنجشنبې په شپه د ډرون حملو په اړه نوې پالیسي اعلان کړه.

اوباما د خپلې وینا پر وخت وویل، د بې پیلوټه الوتکو حملې قانوني او موثره دي.

د جمعې پر ورځ، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپور شوي یوه بیان کې د اوباما د دې خبرې هرکلی شوی دی چې یوازې د طاقت له لارې ولس خوندي نه شي پاتې کېدای.

بیان وايي، د پاکستاني حکومت دریځ تل دا وو چې ډرون بریدونه تاواني دي، په دې کې بېګناه خلک وژل کېږي او دا حملې د پاکستان د ملي سلامتیا او نړیوال قانون ضد دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، تر اوسه ۳۳۰ ډرون حملې شوې دي چې په کې لږ تر لږه ۲۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

د ډرون بریدونه په ځانګړي ډول د القاعده ډلې غړي او نور وسله وال په نښه کوي.

خو پاکستان دا دريځ لري چې په دې حملو کې ولسي وګړي هم وژل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG