د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې چاودنه، نهه کسان وژل شوي دي


د غزني په اندړو اولسوالۍ کې په يوه جومات کې چاودنو نهه کسان وژلي او شا و خوا لس يي ژوبل کړي دي.
د غزني روغتون مشر ډاکټر باز محمد ريس تېره شپه ناوخته مشال راډيو ته وويل، چې چاودنې تېر ماښام د اندړو ولسوالۍ په علي جان کلي کې د ماښام د لمانځه پر مهال هغه وخت شوي دي چې طالبانو په يوه جومات کې چاونکي توکي ايښودی وو چې وار له مخې چاوديدلي وو او طالبان په کې هم وژل شوي دي شوي دي.
په اندړو ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو قومندان انجينېر لطف الله کامران وايي، د دوی د مالوماتو په اساس په پېښه کې اته طالبان وژل شوي او څوارلس نور ژوبل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG