د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غزني په يو جومات کې چاودنو درنه مرګ ژوبله اړولې



غزني - د جمعې په ماښام د غزني په اندړو ولسوالۍ کې په يو جومات کې چاودنې شوې چې له امله يې وسله والو او کليوالو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د سيمې اوسېدونکي وايي، چاودنې د ماښام د لمانځه په وروستيو شېبو کې شوې دي.


چاودنې تېر ماښام د اندړو ولسوالۍ په علي جان کلي کې د ماښام د لمانځه پر مهال په يو جومات کې شوې دي، چې له امله يې تر اوسه پورې نهه تنه وژل شوي او د لسو په شاو خوا کې نور ژوبل دي.

په وژلو شويو او ټپي شويو کسانو کې يو ماشوم، لمونځ کوونکي کليوال او طالب وسله وال شامل دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، طالبانو له ځان سره جومات ته ماينونه او وسلې را وړې وې، چې د لمانځه پر مهال چاودېدلې دي.

دوی وايي، د چاودنو له امله جومات په بشپړ توګه نړېدلې او د شپې تر ناوخته پورې لا کليوالو ورڅخه ټول مړي او ټپيان نه وو را ايستلي.

د اندړو ولسوالۍ قاسم دېسيوال تېره شپه ناوخته مشال راډيو ته وويل، چې تر اوسه پورې د جومات له خاورو او لوټو څخه نهه جسدونه را ايستل شوي دي.

دی وايي، په پېښه کې ګڼ شمېر کسان ټپيان شوي هم دي، خو کره شمېره يې نه ده ورته مالومه.

((تر اوسه پورې د طالبانو څلور جسدونه را ايستل شوي دي چې د ډاکټر نسيم نفر دي. پنځه د عامو خلکو جسدونه هم را ايستل شوي چې يو پکې ماشوم دی.))

له سيمې څخه ځينې سرچينې وايي، په جومات کې د لمانځه پر مهال له يو ځانمرګی څخه چې د طالبانو په منځ کې وو، ځان چوول شوی دی او وروسته يو بل ځانمرګی هم چاودېدلی دی.
دوی وايي، چاودېدلي ځانمرګي او وژل شوي طالبان د ډاکټر نسيم په نامه د طالبانو د يو سيمه ييز قومندان د ګروپ غړي وو.

د اندړو ولسوال وايي، کېدای شي همداسې وي، ځکه د ده په خبره تر دې وړاندې، د ډاکټر نسيم په ډله کې د څو تنو ځانمرګيو د شتون راپورونه ور رسېدلي وو.

((ماين خو سلابلا انفجار نه کوي، همداسې شايد شوې وي، د ډاکټر نسيم په ګروپ کې څو ځانمرګي هم شامل وو، دا رښتيا ده خو زه تر اوسه نه پوهېږم چې دقيقه کيسه څنګه ده.))

په اندړو ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو قومندان انجينر لطف الله کامران وايي، د دوی د مالوماتو په اساس په پېښه کې اته طالبان وژل شوي او څوارلس نور ژوبل دي.

دی وايي، ژوبل شوي طالبان د اندړو ولسوالۍ د جوی شش کلي ته لېږدول شوي دي.

((يو نفر کليوال هلک دی په مړو کې يو د همدغه کلي طالب په کې مړ دی، څوارلس طالبان چې ټپي شوي وو هغه يې د جوی شش کلي ته وړي او اته نفره طالبان وژل شوي دي.))

کامران وايي، د همدغه کلي لس تنه ځوانان د سيمه ييزو پوليس ليکو ته ورغلي وو، چې د ده په خبره طالبانو د هغوی په غبرګون کې په جومات کې ورته ماينونه ايښودل، خو وار له مخه چاودېدلي دي.

ځينې سرچينې وايي، په وژلو شويو طالبانو کې د عاکف په نامه د طالبانو سيمه ييز قومندان هم شامل دي.

بله خوا بيا د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر باز محمد همت وايي، چې د شپې تر ناوخته د پېښې له ځای څخه درې تنه ټپيان د دوی روغتون ته او درې نور د اندړو ولسوالۍ کلنيک ته لېږدول شوي.

دی وايي، ځينې نور ټپيان يا په کلي کې کورونو ته وړل شوي او يا پکتيکا ته لېږدول شوي دي.

د جمعې پر ورځ د اندړو ولسوالۍ په خانې کلا کې د ملا فروتن په نامه د طالبانو يو مشهور قومندان او د اندړو لپاره د طالبانو نظامي مسوول هم د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي وو.

چارواکي وايي، فروتن د خسر کره ماين جوړاوو، چې پرې ور چاودېدلی دی.

درې ورځې وړاندې د غزني په مقره ولسوالۍ کې هم، په يو ځانمرګي بريد کې دو دېرش تنه مړه او ټپيان شوي وو.
XS
SM
MD
LG