د اسلام اباد او د پيښور نوي حکومتونه به امن راولي؟
په پاکستان کې په مرکزي او صوبايي کچه حکومتونه په داسې حال کې په جوړيدو دي چې په انتخابي کمپاين کې له وسلوالو طالبانو سره د امن خبرې د راتلونکو حکومتي ګوندونو يو له مهمو ايجنډو څخه وه. نو اوس چې په مرکز کې د مسلم ليګ نواز ډلې او په خيبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف په مشري کې حکومتونه راځي، نو ايا دوی به له طالبانو سره د امن خبرې کاميابه کړي او که څنګه؟ دا موضوع مو د امريکا په نيويارک کې د سياسي چارو شننوکې پير زبير شاه او په پيښور کې د سيمې د چارو کارپوه عقيل يوسفزي سره څېړلې. د دې بحث کوربه ګل آياز دی.