د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې د وسله والو او افغان ځواکونو نښته




شاوخوا څلور بجې ماذدیګر وسله والو طالبانو د قوای مرکز په سیمه کې د ملګرو ملتونو پر یوه دفتر برید کړی دی.

چارواکي وايي، چې وسله وال برید کوونکي پنځه تنه دي، چې دوه تنه یې وژل شوي دي.

د کابل ولایت امنیه قومندان جنرال ایوب سالنګي ازادي راډیو ته ویلي؛ چې په سیمه کې تر اوسه څلور چاودنې شوي دي.

په یوشمېر هندي رسنیو کې راغلي، چې د دې حملې هدف په کابل کې د هند سفارت و؛ خو طالب وسله والو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي، د دوی هدف هغه دفتر دی، چې د "سي. ای. اې" کارکوونکي په کې اوسېدل.

د افغان امنیتي چارواکو په وینا، وسله وال برید کوونکي د ملګرو ملتونو یوه دفتر IOM تنه ننوتي دي؛ چې دا سیمه د کابل مرکز او یوه ستراتیژیکي سیمه ده او د هندوستان سفارت هم په درې سوه مترۍ کې موقعیت لري.

د کورنیو چارو ورازت ویاند صدیق صدیقي بیا ازادي راډیو ته وویل؛ چې تر اوسه په دې نښته کې دوه تنه عام وګړي او دوه تنه افغان پولیس هم ټپیان شوي دي.

خو عیني شاهدان وايي، چې د نښتې له سیمې توره لوګي پورته کیږي او عامو خلکو سیمه پرېښې ده.

نننۍ حمله د افغانانو او په کابل کې د هندوستان سفارت ته یوه ضربه وه؛ د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وايي؛ چې اوس پاکستان د افغانستان او هند اړیکو ته د یوه کتونکي په سترګه نګوري بلکې دا ډول پیغامونه به افغانستان رالیږي.

اوس د کابل په ډېری سیمو کې پولیس ځای پرځای شوي؛ امنیتي تدابیر ټینګ شوي او حتی خبریالانو ته اجازه نه ورکول کیږي، څو د پېښې سیمې ته نږدې ورشي.

وسله والو طالبانو د پېښې مسوولیت منلی دی.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند بولي؛ وايي، د دوی د ډلې څو تنو، چې په انتحاري واسکټونه، سپکو او درنو سلو سمبال وو، د "سي. ای. اې" د کارکوونکو په مېملستون برید کړی دی.

دا له تېرې اوونۍ راهیسې دوېیم برید چې په کابل کې ترسره کيږي. تېر برید د کابل ښار په شاه شهید سیمه کې ترسره شوي، چې د شپږو امریکايي پوځیانو په ګډون ۱۵ تنه په کې ووژل شول.

راپور: محمد عارف لودین
XS
SM
MD
LG