د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ګوادربندرګاه چینایي کمپنۍ ته وسپارله


رابعه اکرم

د پاکستان د سمندري جهازونو او بندرګاهانو وزارت يو اعلى چارواکي مشال راډيو ته د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې تيره ورځ پاکستان په باقاعده توګه د ګوادر بندرګاه انتظام چين ته ورکړو.


د دې چارواکې په وينا چې د ګوادر بندر ګاه انتظام د چين يو کمپنې چائنا هاربر کمپني ته ورکړل شوه چې ورستو به هغوی له ځان سره دوه درې کپمنيانې هم شريکوي خو پاکستان صرف يو کمپنې ته دا انتظام ورکړی دی.

د ګوادر بندرګاه په باب د انسټيټيوټ اف پاليسي سټډيز مشر او اقتصادي چارو ماهر پروفيسر خورشيد احمد مشال راډيو ته وويل چې دې راهدارې سره به نه صرف د روزګار او د ژوند نوې لارې پيدا شي، بلکې په معاشي هلو ځلو کې به تندي هم راشي.

(( د راهدارې مطلب صرف سړک نه وي بلکې د هغې مطلب دا وې،چې له هغه سړک سره سره ښارونه ابادېږي، په نړۍ کې هر ځای سړک اول راځي او د تجارت د هغې نه پس راځي خو زه دا ويلي شمه چې د يوې لویې مودې لپاره به دا ډېر د اهميت وړ وي چې په نتيجه کې به د پاکستان د تجارت حجم نور هم لوره کېږي.))

يو بل د معاشي چارو کار پوه ډاکټر معراج الحق وايي چې د نن سبا د تجارت کولو چې کومه لويه ذريعه ده نو هغه سمندري لارې دي او ترقي يافته ملکونه هم دې لارونه فایده پورته کوي.

(( ګوادر بندرګاه په ستراتيجي لحاظ سره ډېر اهميت لري چې د هغې په وجه موږ ته ډېره په اسانه مينځني ايشيا ته رسايې کيدای شي. خدای موږ ته دا يو موقع راکړې ده او د چين يو داسي کمک موږ ته ترلاسه شوی دی چې په دغه وجه موږ هیواد کې چې کوم معاشي بحران روان دې نو ډېر په اسانه موږ په هغې قابو موندلې شو. خو د هغې لپاره د ټولو غټه خبره دا ده چې موږ خپل صنعت او کرکيلې په ميدان کې کار وکړو او چې هغې نه څومره موږ ګټه حاصلولې شو چې هغه حاصله کړو ، که هغه په وړوکې سطح وي او که په لوې سطح))

د نوموړې د وينا سره سم چې که پاکستان صرف د راهدارې لپاره کار ونه کړي او د چين سره څنګ په څنګ ودرېږی نو ملک کې به ډېره مهمه معاشي تبديلي راشي.
XS
SM
MD
LG