د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې وسله والو برید وکړ


د کابل د امنیه قومندانۍ چارواکي وايي، چې وسله والو مخالفینو په څلورمه ناحیه کې د امنیې قومندانۍ عامه ساتنې پر ودانۍ وسله وال برید کړی دی.


د کابل د امنیې قومندانۍ د جنایي څیړنو رییس جنرال ظاهر له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل؛ چې لومړی د عامه ساتنې ودانۍ دروازې مخې ته ځانوژونکي برید وشو او بیا وسله والو ډزې پیل کړې.

د جنرال ظاهر په وینا، تر اوسه څلور چاودنې شوې، خو د مرګ ژوبلې او د وسله والو د شمېر په اړه لا کره معلومات نشته.

د پېښې په اړه نور جزیات به وروسته وړاندې شي.


پخواني معلومات:


شیبه مخکې د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې درنه چاودنه وشوه.

د کابل ولایت د امنیتي قومندانۍ چارواکي وايي، چې دا چاودنه د ملي امنیت روغتون مخې ته شوې.

د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند داوود امین مشال راډیو ته پېښه تایید کړه" خو د چاودنې د څرنګوالي او تلفاتو په اړه یې بې خبري ښودلې ده.

د پېښې په اړه نور جزیات به وروسته وړاندې شي.
XS
SM
MD
LG