د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکي د شرابو پر اشتهارونو بندیز ولګاوه



د ترکي پارليمان د شرابو پر اشتهارونو او خرڅلاو د بنديز قانون منظور کړی دی. د جمعې په ورځ د منظور شوي قانون له مخې به د شپې له لسو بجو څخه د سهار تر شپږو بجو پورې د شرابو پر خرڅولو بنديز وي.


د دې قانون له مخې به د جوماتونو او سکول په شاوخوا کې هم د شرابو پر خرڅولو بنديز وي. د نوي قانون سره سم د شرابو د بېلا بيلو ډولونو عکسونه څرګندول او پر ټېليوژن اشتهارات او اعلانونه خپرول به هم بند وي.

د ترکي د واکمن عدالت او پرمختګ ګوند پلويان چې اسلامي ريښې لري وايي چې د دې قانون مقصد د ټولنې ژغورنه او ځوان کول د شرابو له زيانمنو اثراتو څخه ژغورل دي.

بلخوا د منظور شوي قانون په غبرګون کې د واکمن ګوند مخالفينو ويلي چې دغه ګوند غواړي په ترکيه کې په کراره کراره اسلامي قوانين نافذ کړي.

ترکي په بشپړه توګه يو سيکولر يا پر مذهب نه ولاړ هيواد دی. خو د دغه نوي قانون عملي کېدل د ولسمشر لخوا تصويب ته اړتيا لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG