د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا سفیر له عمران خان سره ولیدل


په پاکستان کې د امريکا سفير رچرډ اولسن
په پاکستان کې د امريکا سفير رچرډ اولسن

په پاکستان کې د امريکا سفير رچرډ اولسن د تحريک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره پر مختلفو چارو خبرې ورسره وکړې.


په لاهور کې تر شوي ملاقات وروسته له رسنيو په سره خبرو کې د امريکا سفير وويل چې نوموړی د عمران خان پوښتنې ته تللی و. د ده په خبره د نورو کلونو په نسبت دا ځل پاکستاني ولس په لوی شمير کې په ټولټاکنو کښې برخه اخستې ده چې د جمهوريت په ګټه ده.

اولسن زياته کړه چې له عمران سره يې په خېبر پښتونخوا کې د حکومت جوړولو په ګډون پر نورو چارو هم خبرې وکړې.

تر دې وړاندې امريکايي سفير د پاکستان مسلم ليګ نواز ډلې له مشر نواز شريف او شهباز شريف سره هم ملاقات وکړی او تر هغه څو ورځې وړاندي يې بيا د جمعيت علما اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمان سره ملاقات کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG