د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام جلاوطنه مخالفین ترکي کې راټولېږي


د شام جلاوطنه مخالفه ډله به نن د جمعې ورځ په ترکي کې خبرو اترو ته دوام ورکوي. د شام قامي اېتلاف پر دې بحث کوي چې آیا د ولسمشر بشارالاسد د حکومت له غړیو سره به په خبرو اترو کې برخه واخلي او که څنګه.


روس او امریکا په شام کې د دوو کالو راهیسې د روانې شخړې د ختمولو په وړاندیز زور اچوي چې پکې تقریباً اتیا زره کسان وژل شوي دي.

واشنګټن او ماسکو په جنیوا کې په نږدی راتلونکې کې د یو پرامنه کانفرنس په کولو هیله من دي.

د زیارت په ورځ د شام د قامي اېتلاف یو ویاند وویل چې په دغه شان غونډه کې د رايو اتفاق موجود دی، خو یواځې په دې شرط چې لومړی اسد له واکه د لری کیدو اشاره ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG