د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د میرویس نیکه کالیزه ولمانځل شوه



نجیب الله الوخیل
د پنجشنبې په ورځ د میرویس نیکه د زوکړې د ۳۴۰مې کالیزې په ویاړ د خوست شیخ زاید پوهنتون د عبدالصمد خان اڅکزي په تالار کې د افغانستان لس کلنه راتلونکې او زموږ دندې تر سرلیک لاندې د نوموړي پوهنتون د استادانو علمي او څیړنیز سیمنار د یو شمېر فرهنګي او علمي شخصیتونو، د پوهنتونونو د استادانو او د ولایت مقام د مشرتابه په ګډون جوړ شو.


د خوست شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهندوی دوکتور محمد رسول باوري وویل، د نوموړي پوهنتون استادان هوډ لري، چې تر دې وروسته د کال په دواړو تحصیلي سیمسترونو کې د هیواد د ملي مسایلو او ملي شخصیتونو په اړه او همدارنګ د خوست پیژندنې په مورد دا ډول څیړنیز سیمنارونه جوړ کړي:

خوست والي عبدالجبار نعیمي په خپلو خبرو کې په یاد پوهنتون کې د نوموړي علمي او څیړنیزی سیمنار جوړیدل با ارزښته وښودل او د هیواد د راتلونکو لسو کالونو لپاره په بیلابیلو برخو کې پر مسایلو بحث او څیړنه اغیزمنه وښوده او دا يې زموږ د ملت د ژغورنې او ټیکاو لپاره د ښو لارو چارو په توګه یاد کړ:

((ډېر د ویاړ ځای دی، چې د شیخ زاید پوهنتون مشرتابه د هیواد په کچه د دغه علمي مرکز د علمي ودې او پرمختګ لپاره په دې وروستیو کې اساسي ګامونه پورته کړل او د استادانو او محصلانو لپاره يې څو علمي سیمنارونه جوړ کړل، او دا ځل يې د هیواد په کچه په راتلونکو لسو کالونو کې د مسوولیتونو په تړاو ملي او علمي سیمنار جوړ کړی دی.))

د نوموړي پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي رئیس پوهنمل محمد الله مندوزي د دا ډول علمي او څیړنیزو سیمنارونو د ارزښت په تړاو وویل،چې:

((دا سیمنارونه چې موږ په پوهنتون کې په لار اچولي دا د استادانو د علمي څیړنو سره یوه مرسته ده او بل دا چې موږ خپلو شاګردانو او راتلونکې نسل ته د حقوقي سرچینو په توګه داسې څه په میراث پریږدو، چې دوی به د څیړنیزو مقالو په لیکلو کې ورڅخه استفاده وکړي،زموږ دا سلسله پیل شوه او په راتلونکې کې به هم دوام لري،دا زموږ سره د تحقیق او څیړنې په برخو کې مرسته کوي.))

د یادونې وړده د سه شنبې په ورځ هم په خوست کې د ځوانانو د ملي جرګې په نوم د یو مدني بنسټ له خوا د پوهاند فیض محمد فیاض پرعلمي ژوندانه څیړنیز سیمنار او د نوموړي استاد لمانځغونډه جوړه شوې وه.
XS
SM
MD
LG