د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برتانوي عسکر د وژلو په تړاو دوه نور کسان ګرفتار


لندن: برتانوی عسکر په لندن کې دوو کسانو په چړو ووژلو
لندن: برتانوی عسکر په لندن کې دوو کسانو په چړو ووژلو

د بریتانییا پولیسو د لندن په کوڅو کې د یو بریتانوي سرتېري په وژنه دوه نور مشکوک کسان نیولي دي.


پولیسو تېره ورځ وویل چې یو سړی او یوه ښځه یې چې دواړه نهه ویشت کلن دي، د یوه پوځي د وژنې د سازش په شک کې نیولي دي.

د شورو په ورځ پنځه ویشت کلن لي رګ بي دوه کسانو په چړو ووژلی. دغو کسانو د الله اکبر نعرې وهلې.

دواړه کسان تر نیول کېدو وړاندې پولیسو په ډزو ټپیان کړل.

پولیس دغه وژنې ته د یو ممکنه ترهه ګر برید په نظر ګوري.

حکومتي چارواکو ویلي چې د شورو په ورځ د نیول شويو دواړو مشکوکو کسانو څخه مخکې هم امینتي ادارو پوښتنې کړې وې. پولیسو د دوی شناخت نه دی معلوم کړی خو د میډيا رپورټونه وايي چې کیدای شي یو یا دواړه کسان نایجيریايي نسله بریتانوي وګړي وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG