د لاسرسي ځای

تازه خبر

"چین به له پاکستان سره همکاري کوي"


د چين وزيراعظم لي کي چيانګ چې پاکستان دوه ورځنې په سفر وو، سينټ ته يې خپل خطاب کې ويلي دي چې پاکستان په نړيوال او د ايشيا په سطح يو مهم هیواد دې.
چين به د پاکستان سالميت او خود مختارې حمايت جاري ساتي.

د چين وزيراعظم خپل خطاب کې زياته کړه چې د پاکستان او چين ترمينځه په مختلفو شعبو کې د تعاون ضرورت دې او موږ له به د ازاد تجارت معاهدو نه زياته فائده وچتول وي.

ښاغلي چيانګ دا هم وويل چې د پاکستان ترقي چين له مهمه ده او چين به د پاکستان هر قسمه مرسته جاري ساتي.
(( موږ نه صرف تجارتي تعلقاتو کې فراختيه غواړو بلکه موږ يو متوازن او متحرک تجارت حاصلول غواړو. دې نه علاوه موږ پاکستان سره د قراقرم هاې وې پروجه نوره هم ښه کولو لپاره پاکستان سره تيار يو چې پاک چين معاشي راهداري جوړه شي. او دغه رنګ خپل مفاداتو ته وده ورکولو لپاره موږ به پاکستان سره سرمايه کاري زياتولو غټې منصوبې شروع کوو. او دې سره سره خپله توجه به په انفراسټرکچر ، ترقي ، توانايې، کرکيله او د دفاع په شعبه کې تعاون ساتو))

ښاغلې چيانګ نن سهار د پاکستان ممکنه وزيراعظم ميا محمد نواز شريف او د درې واړه پوځي مشرانو سره ملاقات هم کړې دې.

د چين وزيراعظم لي کي چيانګ سره د ملاقات نه پس د مسلم ليګ نون مشر ميا محمد نواز شريف مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل چې چين ثابته کړه چې هغه د پاکستان نږدې ملګرې دې ، په ملاقات کې موږ د مشترکه مفاداتو پروجو باندې خبرې اترې هم وکړې کوم چې دواړو ملکونو ته ګټې رسولې شي.

(( ګورې چين سره زموږ ډېره پخوانې دوستي ده. او معاشي ميدان کې موږ دواړو ملکونو يو ځای کار کړې دې، او نن هم موږ د معاشي تعاون لپاره يو ځای نور زيات تعاون کولو معاهدې کړې دي او ډېر په تفصيل موږ په هغه معاهدو خبرې اترې کړې دي چې د کوم نه دواړو ملکونو ترمينځه معاشي ترقي به نوره هم سيوا شي. زما په خيال د دواړو ملکونو په يو بل ډير اعتماد دې او د دواړو ملکونو مشر ولې يو بل سره اوس کار کول غواړي او راروان وختونو کې به تاسو وګورې چې د پاکستان او چين ترمينځه دا دوستي به نوره هم اقتصادي ترقي مخ په وړاندې بوځي ))

د پاکستان او چين تعلقاتو پحقله د بهرنيو چارو تجزيه کار رسول بخش رئيس مشال راډيو ته وويل چې د دواړو ملکونو تعلقاتو کې مشترکه مفاد پاتې شوې دې او د دواړو ملکونو ملګرتيا ته به نوره هم وده ترلاسه کيږي.

((په دې منطيقه کې که موږ د سلامتي معاملات وګورو يا امن او د ترقې لپاره د تعاون امکانات وګورو او يا موږ هاغه مسلې وګورو چې په خصوصي توګه پاکستان او چين ته مخې ته دي نو چين سره زموږ مفادات مشترکه ښکاري. تعلقات د دوه ملکونو ترمينځه د جذباتي تړون په وجه نه پيدا کيږي او نه مذهب و ژبه يا ثقافت د تعلقاتو لپاره دومره مددګاره ثابتيدې شي څومره چې مادي مفاد تعلقاتو ته ګټه رسولې شي))

تيره ورځ د خارجه چارو دفتر لخوا جاري شوې خبر پاڼې ترمخه چې د دواړو ملکونو ترمينځه په يولسو معاهدو لاس ليک شوې دې چې په کې سرحدي چيک پوسټونو په نظام ، اقتصادي او فني تعاون ، بحري تحقيق او ټيکنالوجې سره سره د زلزلې متعلق د خبر دارې د يو مرکز جوړولو په معاهدو لاس ليک هم شوې دې.
XS
SM
MD
LG