د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ د نګران حکومت مقرریانی لغوي کړي


سراج ظهير

پاکستان سپريم کورټ د نګران حکومت لخوا شوې ټولې تقررۍ او بدليانې واپس کړي دي او وويلي دي چې د نګران حکومت کار يواځې د چارو سرته رسول او د پاکو صافو ټولټاکنو لپاره د اليکشن کميشن مرسته کول وي.


د پاکستان مسلم ليګ ن د غړي خواجه اصف لخوا سپريم کورټ کې د ورکړې شوي درخواست د اوريدنې پر مهال چيف جسټس افتخار محمد چوهدري خپل وینا کې وويل چې موږ خو له تيرو ٥ کالو راهيسې د حکومت سره په جنګ وو چې هغوي دې په تعلقاتو نوکرۍ نه ورکوي او نه دې بدليانې کوي.

نو څنګه به اوس نګران حکومت وکړي.

کله چې مشال راډيو د نګران حکومت او د نګران وزير اعظم د اختياراتو په اړه د قانوني چارو تجزيه کار وکيل اکبر هوتي څخه وپوښتل نو هغه وويل

((په ١٩٧٣ ايين کې په با قاعده توګه د دې لپاره يو قانون موجود دى چې هر کله د يو جمهوري حکومت خپل وخت يا موده پوره شي نو بيا به په ٩٠ ورځو کې د ننه دننه ټولټاکنې کولې شي او دغه رنګ به د بلې مودې لپاره نوې حکومت جوړولې شي))

نود دې ټولو معاملاتو لپاره ايين يوه ډېره ښـه لار جوړه کړي ده چې يو نګران حکومت به راځي او هغه به دا هر څه ترسره کوي.

نو دغه رنګ د نګران حکومت په نګرانۍ کې به ټولټاکنې هم کيږي او د اليکشن سره سره به هغوي نور د رياست انتظامي معاملات هم چلوي څنګه چې یې يو منتخب حکومت چلوي او د دغه نګران حکومت به هغه هومره ‌ذمه وارۍ ،فرايض او حقونه وي څومره چې د يو جمهوري حکومت وي.

د اکبرهوتي د خبرې په ترڅ کې د قانوني چارو تجزيه کار او د سپريم کورټ بار پخواني صدر قاضي انور مشال راډيو ته وويل

(( اتلسم ترميم روستو د نګران حکومت يا وزير اعظم کار صرف د ورځینو چارو سرته رسول او په ووټونو کې د اليکشن کميشن مرسته کول دي.))

((ده زياته کړه چې دا خو مخکې ايين کې نه وو او اتلسم ترميم نه روستو په باقاعده توګه په ايين کې د نګران حکومت لپاره يوه طريقه معرفي کړې شوه او د دوی کار صرف دا دې چې د اليکشن کميشن سره به مرسته کوي دا نه چې دوی داسې تبدلۍ يا تقررۍ وکړي چې د هغې اثر په راتلونکي حکومت پريوځي.نو دوی بې شميره د خپلواکه کارپوريشنو مشران بدل رابدل کړل
نو دا ټول د دوی اختيار کې نه وو ،حقيقت دا دې چې ته به دا ګورې چې ستا څه کار دى اوس د دوی کار دا دى چې د دوی ورځنه چارې وګوري نو که دا په روزمره چارو کې راځي نو بيا خو سمه ده، زير اعظم صيب ته هغه اختيارات ترلاسه دي چې کوم يو اسمبلي وال وزير اعظم ته ترلاسه وي))

د قاضي انور په وينا چې د نګران وزير اعظم لومړې خپل ځوې په نيشنل هاي وى اتهارټي د ډپټي ډايريکټر په چوکۍ بهرتي کړو او په دويمه ورځ یې ورته په ګريډ ٢٠ کې د ډايريکټر په حيث ترقي ورکړه له کومې روستو چې د پاکستان مسلم ليګ ن غړي خواجه اصف د دې پرضد سپريم کورټ کې درخواست ورکړو.
XS
SM
MD
LG