د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پښتانه د ایم کیو ایم و تحریک انصاف جنګ ته لوېږي"



کراچۍ : د سږني ټولټاکنو وروسته په کراچۍ ښار کې د متحده قامي مومنټ او تحریک انصاف ډلو ترمنځ سیاسي تاوتریخوالی زیات شوی دی او د دواړو ګوندونو پلویانو د یو بل په ضد یو شمیر مظاهرې هم کړي دي .


ایم کیو ایم په سږنو ټولټاکنو کې له کراچۍ ښار څخه نزدې ۳۰ چوکۍ ګټلې دي، د دې ترڅنګ تحریک انصاف ډلې له یاد ښاره د صوبایي اسمبلۍ درې چوکۍ ګټلي دي .

څیړونکي وایي د عمران خان لخوا پر الطاف حسین نیغ په نیغه نیوکې او په ټولنیزو رسنیو کې د ایم کیو ایم پرخلاف مسلسل کمپینونه ددې غمازي کوي چې په راتلونکي کې تحریک انصاف د ایم کیو ایم د سیاسي مخالف په توګه رامخې ته کیدل غواړي.

د سیاسي چارو کارپوه توصیف احمدخان په دې اړه وایي:

”له ټاکنو مخکې او د انتخاباتي کمپین پر مهال د دواړ ګوندونو ترمنځ سیاسي تربګني نه وه ، تردې چې په کراچۍ کې عمران خان کومه جلسه کړې وه ، ویل کیږي چې د هغې په کامیابولو کې ایم کیو ایم ورسره ډېره مرسته کړې وه .

د ټاکنو د کمپین په وخت هم عمران خان تل په اصف زرداري او نوازشریف ټکونه کول خو د کراچۍ او ایم کیو ایم په اړه چپ و“

د توصیف احمدخان په خبره په خیبرپښتونخوا کې له کامیابۍ وروسته عمران خان د ایم کیو ایم ګوند په ضد سخته لهجه کارول شورو کړل، او د دې لامل شاید دا وي چې په دې توګه تحریک انصاف د ایم کیو ایم د مخالف ګوند په شکل کې خپلې سیاسي ګټې راټولول غواړي.

تحریک انصاف ډلې کاندید حفیظ الدین په سږنو ټاکنو کې د کراچۍ له ۹۳ حلقې څخه کامیاب شوی دی، دغه چوکۍ په تېر ځل ټاکنو کې د عوامي نیشنل ګوند امیرنواب خان ګټلې وه.

د کراچۍ د پښتون ګڼ میشتو سیمو ترڅنګ هغه سېمې چې د منځنۍ طبقې وګړي په کې میشت دي ، څخه هم تحریک انصاف ډلې د پام وړ ووټونه ترلاسه کړي دي.

د سیاسي چارو کارپوه اجمل خټک کشر وایي په کراچۍ کې د تحریک انصاف او ایم کیو ایم ګوندونو ترمنځ تاوتریخوالی د کراچۍ د پښتنو په ژوند هم اغیز لرلی شي او هغه ځکه چې تحریک انصاف د کراچۍ د پښتنو په سیمو کې ډیر ووټران لري:

”د کراچۍ له پښتني سیمو او د منځنۍ طبقې یا مډل کلاس خلکو له سیمو نه تحریک انصاف ووټونه ترلاسه کړي دي،تراوسه د دواړو ګوندونو ترمنځ د رامنځته شويو اختلافاتو په نتیجه کې ځاني زیان هم دوي[مډل کلاس] ته اوښتې دی، که پښتانه په انفرادي او جذباتي توګه له دې جنګه ځان لیرې وساتي نو د دې له اثراتو محفوظ پاته کیدلی شي“

د خټک په خبره که پښتانه د تحریک انصاف او ایم کیو ایم په شخړه کې ځان ښکیل کړي نو دوی په اسانه ځکه هدف ګرځیدلی شي چې دوی خواریکښ دي او نسبتا په ناخوندي ځایونو کې میشت دي .
ددې برعکس د تحریک انصاف بله درجه د کراچۍ ووټران شتمن او په خوندي ځایونو کې میشت دي او پر هغوی یې دومره اغېز نه لوېږي.
XS
SM
MD
LG