د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني: طالب ځانمرګي بريدګر ۱۲ تنه ووژل ګڼ ژوبل



تېر ماښام د غزني په مقر ولسوالۍ کې ځانمرګی بريد شوی دی، چې امله يې د وروستيو مالوماتو په اساس دوولس تنه وژل شوي او شل نور ژوبل دي.


ځانمرګی بريد تېر ماښام د کابل کندهار پر لويه لاره د مقر ولسوالۍ د بازار لوېديز پلو ته په کندهار اډه کې شوی دی.

د بريد موخه په سيمه کې د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅون يو قومندان حبيب الله خان وو، چې له امله يې حبيب الله خان له خپلو دوو ساتونکو او نهو عامو وګړو سره وژل شوی او شل نور عام وګړي ژوبل دي.

د خيال محمد په نامه د پېښې يو تن عيني شاهد وايي، په بريد کې د پاڅون له يو قومندان او د هغه له دوو ساتونکو پرته وژل شوي او ټپي شوي کسان ټول عام وګړي دي.

دی وايي، په پېښه کې د عامو وګړو دوکانونو او موټرونو ته هم زيان اوښتی دی.

"موږ دلته په مستري خانه کې وو، چې درب شو او دوړه پورته شوه. وروسته پوليس راغلل او ساحې ته يې څوک نه پرېښودل، په بريد کې ټول د اوولسو تنو په شاو خوا کې کسان ټپيان شوي دي، په مړو کې يو حبيب الله خان د ولسي پاڅون مشر او د هغه دوه ساتونکي هم شامل دی، او ټپيان ټول عام خلک دي. په بريد کې دوکانانو او ودانيو ته هم زيان اوښتی دی او د پېښې په ځای کې د ولاړو موټرونو ښيښې هم ماتې شوې دي."

د مقر ولسوال صاحب خان تر بريد وروسته مشال راډيو ته وويل، چې په پېښه کې پنځه تنه وژل شوي او شپاړس نور ژوبل دي.

ده وويل، په بريد کې په ټپي شويو کسانو کې د اتو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وو، چې وروسته د ګيلان ولسوالۍ (پي ار ټي) ته د درملنې لپاره ولېږدول شول.

"زموږ د مالوماتو په اساس پنځه تنه شهيدان دي او نور شپاړس کسان زخميان دي. په شهيدانو کې درې کسان د ولسي پاڅون غړي دي، چې يو يې قومندان حبيب الله خان او دوه يې ساتونکي وو، دوه کسان نور ملکيان شهيدان شوي او دغه شپاړس زخميان هم ټول ملکي خلک دي."

خو د غزني د عامې روغتيا رييسه ضياګل اسفنده يي بيا وايي چې، په پېښه کې دوولس تنه وژل شوي او شل نور ټپيان دي.

دا وايي، ټپي شوي کسان د ګيلان پي ار ټي، غزني ښار او باګرام ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

د دې په خبره، په دې اړه يې له سيمې څخه د عامې روغتيا رياست استازي هم را غوښتي چې له هغوی څخه به د پېښې په اړه نور کره مالومات هم تر لاسه کړي.

"پېښه په مقر ولسوالۍ کې شوې ده. موږ چې د مقر له صحي مرکز څخه کوم مالومات اخيستي دي، د هغو په اساس د,ولس کسان په دغه بريد کې شهيدان شوي او شل تنه نور ټپيان شوي دي، ټپي شوي کسان د مقر په صحي مرکز کې تر لومړنۍ درملنې وروسته د ګيلان پي ار ټي ته لېږدول شوي او هغوی بيا باګرام او غزني ته هم پسې وړي دي."

د بريد مسووليت طالب وسله والو مني.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي وايي، چې ملګري يې په دغه ځانمرګي بريد کې يوولس تنه پاڅون کوونکي وژلي دي.

پرون د غزني په مرکز کې هم په يوه چاودنه کې يو تن عام وګړی وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي وو.
XS
SM
MD
LG