د لاسرسي ځای


د کوټې په مشرقي بای پاس سړک د زیارت پر سهار د پولیسو پر يوه ګاډي بمي برید کې د لس سرتېرو په شمول ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل دي.


د کوټې پولیس چارواکي وايي، دا یوه ریموټ کنټرول بمي چاودنه وه چې د ښار په مشرقي بايي پاس کې له بوسه منډۍ سره څېرمه د پولیس پر یوه ګاډي وشوله.

د پولیسو ډي ايي جي اپرېشنز فیاض سنبل د مشال راډيو خبریال خدای نور ناصر ته ویلي؛ بمي برید د جمعرات په سهار هغه مهال شوی، چې له يادې سیمې څخه د پولیسو يو ټرک تېرېدلی. چې د ده په خبره د دوی د سرتېرو په شمول يې عامو وګړو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

؛ د سهار شاوخوا اته بجې په ياد سړک پر يوه ویران ځای په يوه رکشه کې د اېښودل شويو چاودېدونکو توکو په وسیله چاودنه شوې، چې په کې د لسو پولیس سرتېرو په شمول دوولس تنه وژل شوي او اوولس نور ژوبل شوي دي؛.

د يادې چاودنې مسوولیت لا هم کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی.
د مشرقي بای پاس دا بمي برید په داسې حال کې شوی، چې په بلوچستان کې تر ټولټاکنو وروسته نوی حکومت په جوړېدو دی. چې په لومړي ځل پښتانه او بلوڅ ملتپاله ګوندونه په کې په ګډه حکومت جوړوي.
XS
SM
MD
LG