د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان له هنده د وسلو غوښتنه وکړه



د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وویل، هندي چارواکو ته یې د پوځي وسایلو او وسایطو یو لست ورکړی دی.


د افغانستان ولسمشر د سې شبنې په ورځ په نوي ډیلي کې د هند له ولسمشر پرناب موکرجي او بیا وروسته د دغه هیواد له صدراعظم من موهن سنګ سره خبرې وکړې.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي مشال راډیو ته وویل چې له هندي چارواکو سره د افغان ځواکونو د تقویه کیدو په برخه کې خبرې وشوې:

(( له هندي چارواکو سره ولسمشر کرزي د افغانستان د پلیو او هوایي ځواکونو د غښتلي کیدو په برخه کې ځانګړې خبرې وکړې))

هند غواړي چې په افغانستان کې امن وي او دې ته اندیښنه لري چې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره دغه هیواد بیا بې ثباته نه شي.

خو د رویټرز اژانس په وینا د هند له لورې د افغانستان پوځ ته د وسلو ورکول د پاکستان لپاره د خطر زنګ دی او هند هم نه غواړي چې له پاکستان سره، چې له طالبانو سره نژدې اړیکي لري، په جګړې کې ښکیل شي.

افغانستان او هند په دوه زره یولسم کال کې د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړی و، چې له مخې یې نوي ډیلې منلې ده چې د افغان امنیتي ځواکونو روزونه وکړي او هغوی تجهیز کړي.

هند په خپلو پوځي اکاډیمو کې دغه اوس یو شمیر افغان ځواکونه روزي، خو تر اوسه یې د هندي چارواکو په وینا ډیر لږ تجهیزات افغان لورې ته سپارلې دي.

حامد کرزی مخکې تر دې چې کابل ته ستون شي په نوي ډیلې کې یې یوې لنډې خبرې غونډې ته وویل

(( موږ یو لست لرو چې هغه مو د هند د حکومت مخې ته کیښود او اوس د هند له پریکړې سره دا ارتباط لري چې څومره وسلې افغانستان ته چمتو کولی شي))

حامد کرزي دا څرګنده نه کړه چې په دې لست کې د کومو وسلو غوښتنه شوې ده، خو د هند د فرست پوسټ ډاټ کام په نوم یوې انټرنټ پاڼې څرګنده کړې ده چې په دې لست کې د یوسل او پنځه ملي متري توپونو، د نقلیه وسایلو لپاره استحکامي پلونو او عراده جاتو غوښتنه شوې ده.

د هند حکومت تر اوسه د ولسمشر کرزي پر خبرو څه تبصره نه ده کړې.
د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي وویل، کابل او ډیلي موافقه کړې ده چې د دغه لست محتوا به د اوس لپاره نه افشاء کوي.

د هند یوه حکومتي چارواکي مخکې ویلي و چې هند یوه اندازه وسله افغانستان ته ورکړې ده، خو دی حیرانه شو چې څرنګه افغانستان د دې وسلو په اړه علني خبرې کوي.

هند په خپله بهر ته وسلې نه صادروي او په خپله د توپونو په ګډون د یو شمیر وسلو له کمبود سره مخامخ دي.
XS
SM
MD
LG