د لاسرسي ځای

د ټولنيزې سولې په راوستو کې د ښځو ونډه


Afghanistan -- women talk about peace, Nangarhar province, 22May2013

Afghanistan -- women talk about peace, Nangarhar province, 22May2013


بازمحمد عابد
په جلال اباد کې د ټولنيزو ستونزو د حل او د سولې په راوستو کې د ښځو د ونډې تر سرليک لاندې يو ورځينې سيمينار د مۍ په ۲۱ نيټه تر سره شو چې تر څلويښتو تنو پورې نارينه او ښځينه وو په کې برخه اخيستې وه.


دغه سيمينار چې د افغانسنان د مدني ټولنو شبکې د ښاريانو ټولنې په نوښت او د ننګرهار د علمي او فرهنګي مرکز ميديو تيک په تخينکي همکار جوړ شوی، د ننګرهار د ولايتي شورا په يو شمير غړو سربيره په کې د ننګرهار د ځوانانو د فيدراسيون او پوهنتون محصلينو برخه لرله.

د افغانستان د مدني ټولنو د شبکې د ښاري ټولنې مشر عبدالصمد حکيمي چې د ياد سيمينار تابيا يې نيولې وه، مشال راډيو ته وويل:

(( موږ چې په جلال اباد کې د سولې په بهير کې د ښځو رول تر سرليک لاندې سيمينار جوړ کړو. څلويښت تنو ښځو او نارينه وو په کې برخه لرله. دا سيمينار د افغانستان د مدني ټولنې د سولې شبکې له خوا تمويل شوی و چې د سولې د راوستو په لارو چارو په کې خبرې وشوې.))

د ننګرهار د ولايتي شورا غړې زهرا صديقي وايي، په کار ده چې تر هر څه ړومبی په يوه کورنۍ کې سوله رامنځته شي.

(( کله چې يو ماشوم له موره پيدا کيږي، دا ماشوم د مور له غيږې څخه سوله اخيستلی شي. که موږ د خپلې کورنۍ سوله پيل کړو، مثلاٌ د دوه ورونو د دوه خويندو تر منځ همدا ښځه ده چې اتفاق راولي تعليم او تربيه يې له سولې پورې تړلې، صحت يې له سولې پورې تړلی، انکشاف يې د سولې پورې تړلی، نو ميندې بايد هميشه کوشش وکړي چې خپل اولادونه د سولې په فضا کې تربيه کړي.))

د مدني ټولنې يوه فعاله څانګه جبارخيل هم وايي چې که د کورنيو په کچ سوله قايمه کړی شي، نو د هيواد تر کچې سوله رامنځته کيدی شي.

(( که يوه ميرمن وغواړي چې سوله تامين شي، نو حتماٌ سوله راتلای شي. په ځای د دې چې يوه مور خپل ماشوم ته د اللو سندره وايي، په کار ده چې د سولې سندره ورته ووايي نو دا ډېره غوره ده. په نننۍ سيمينار کې د ښځو نظريات ډېر مثبت وو. او د نارينه وو له خوا ډېرې تشويق شوې چې د سولې د راوستو لپاره کار وکړي. او د ټولنيزې سولې لپاره فعالې شي.))

د ننګرهار پوهنتون د ادبياتو پوهنځي يو تن محصل داد محمد ناوک دغه شان سيمينارونه د سولې د راوستو ضامن وګڼل.

((زه فکر کوم دغسې سيمينارونه جوړول چې د هرې سيمې او هرې طبقې خلک په کې ګډون وکړي ډېر ګټور دي. او د سولې په راوستو کې اړين ځکه دي او تاثير به هم ولري چې اصلاٌ د ټولنيزې ستونزې ته د کليو، ولس او حتی د هيواد په کچه سوله راوستلی شي.))

د سيمينار اکثره ګډونوال په دې باور وو چې د جنګ تر ټولو لويه قرباني ميرمنې ورکوي، نو په کار ده چې د سولې په راوستو فعاله ونډه واخلي.
XS
SM
MD
LG