د لاسرسي ځای

رابعه اکرام
د پاکستان نګران وزيراعظم مير هزار خان کهوسو د شناختي کارډ قامي ادارې نادرا ته امر کړی چې په انتخاباتو کې پر کارول شویو رایو دې د ګوتو کره والي او تصدیق لپاره کمپویټرسافټویېر تیار کړي.


د ملک سرکاري ټي وي وايي، نګران وزير اعظم نادرا ته هدايت کړې دې چې په لسو ورځو کې دننه دې دا سافټویېر تيار کړي او د جوړولو لپاره یې نژدې نهه کروړه روپۍ هم منظورې کړې دي.

د مې یولسمې په انتخاباتو کې د اميدوارانو له اړخه په ټولټاکنو کې د درغليو تورونو، شکايتونو او غوښتنو نه پس د پاکستان انتخاباتي کميشن نادرا ته وويل چې د د رای ورکونکو د ګوتو نښو تصديق لپاره دې انتظام وکړل شي.

د دوشنبې پر مازيګر په یوه خبري غونډه د پاکستان اليکشن کميشن سیکرېټري اشتياق احمد او د نادرا چئرمين طارق ملک خبرې اترې وکړي.

او ویې ویل چې په خواشا دوو اونیو کې دننه به سافټویېر چمتو شي.
د نادرا چیېرمېن زیاته کړه.:

”موږ ته چې د ووټرانو لیسټونه راشي، نو د هغې به موږ تحقيق کوو، او چې د کومې سياهې لپاره ورته موږ ويلې وو نو که هم هغه استعمال شوې وي نو د هغې په وجه به موږ تصديق کولای شو. نو دغه رنګ هره ورځ د پنځه لکهو ووټرانو تصديق به کولاې شي. زه دا هم وایم چې په دې دوه قسمه خرچه راځي، يو خرچه د سافټ ويېر او هارډويېر ده چې د پاکستان حکومت به دغه خرچه اوچتوي اوبله چې کومه د ګوتو نښو کتنه ده نو د هغې خرچ به اميدواران اوچتوي چې خرچ پرې د لسو نه پنځلسو روپو پورې راځي“

د سياسي چارو کار پوه ايمل خټک وايې چې که اليکشن کميشن د دې مسلې په باب څه خاص کار ونه کړو نو د خلکو اعتماد به خراب شي.

،، اليکشن کميشن چې کوم اقدام وچت کړې دې نو سوال دا دې چې هغه دې لپاره دې چې د خلکو په غم او غصه کې کموالی راولي، او ايا که واقعي اليکشن کميشن به د دې په باب څه جدي قدمونه اوچتوي. اليکشن کميشن ته پکار ده چې د دې مسلې چې کوم اساسيت دی، چې کوم نوعيت دی نو دا دې په نظر کې وساتي او ځینې جدي قدمونه دې پورته کړې،،

د پاکستان اليکشن کميشن سيکتر مطابق چې د درغليو شکايتونو لپاره په ټول ملک کې څوارلس اليکشن ټريبيونل جوړ کړل شوي دي. او د ګوتو د نښو تصديق به په هغو حلقو کې کېږي چې اليکشن ټريبيونل یې په اړه ورته ويلې وي.
XS
SM
MD
LG