د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د افغان ښځو حقونو لپاره دې قانون زغرده پلی شي"




د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړو استازو له افغان چارواکو غوښتي دي چې له ښځو سر د زور زیاتي ختمولو قانون عملي کیدو لپاره دې هلې ځلې زیاتې کړي .


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د دې قانون د عملي کولو لپاره د هڅو تېزول د افغان مېرمنو په وړاندې د زورزیاتي د ناوړه پېښو مخه نیسي او ښځې په خپل ورځني ژوند کې له تاوتریخوالي ساتي .

د یان کوبیش په وینا دا قانون نه یوازې د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره مهم دی بلکې د ټول افغانستان د خلکو لپاره ځانګړی اهمیت لري .

په عین حال کې د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې اینګیب جورګ ګیسلادوتیر د افغانستان له حکومت او ملي شورا غوښتي دي چې په بشپړه توګه دي د ښځو او نجونو د حقونو دفاع او درناوی وکړي .

د افغانستان ولسي جرګې د شنبې په ورځ له ښځو سره د زورزیاتي د ختمولو قانون منظور نه کړ او یو شمیر غړو یې د دې قانون ځینې مادې د اسلامي اصولو مخالفې وبللې .

خو دا قانون دا مهال د ولسمشر د یو فرمان له مخې په افغانستان کې نافذ دی چې ملګري ملتونه یې د نه عملي کیدو په اړه اندېښنه لري .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG