د لاسرسي ځای

د خوست ولایتي شورا احتجاجا خپله ورونه وتړل


د خوست ولایتي شورا احتجاجا خپله ورونه وتړل

د خوست ولایتي شورا احتجاجا خپله ورونه وتړل


نجیب الله الوخیل

د خوست ولایتي شورا استازیو د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته دیوې خبري ناستې پرمهال د نوموړې شورا د دروازې د تړلو اعلان وکړ.


په خبري ناسته کې دولایتي شورا استازیو ویل،چې له څه مودې راهیسې په پرله پسې توګه د وسلوالو مخالفینو له خوا ورته تلیفوني تهدیونه کیږي او حتی د حکومت کشفي ادرې دوی ته په ولایتي شورا باندې د مخالفینو د بریدونو په اړه په شفاهي ډول معلومات ورکوي، خو د دوی دامنیت ساتنې ته عملاً اقدام نه کیږي.

د ولایتي شورا استازیو په یو غږ وویل تر هغه،چې دامنیت دخوندیتوب په اړه ورته ډاډ نه وي ورکړل شوی، دولایتي شورا دروازه به تړلي وي او دوی خپلو دندو ته نه حاضریږي.ولایتي شورا استازي مراد خان منګل دخبري ناستې پریکړې پدې ډول وړاندې کړې:

((لکه څرنګه چې تاسو ته مالومه ده دولایتي شوراګانو د امنیت ساتنه کورنیو چارو وزارت پرغاړه دی،له څه مودې راهیسې دخوست دولایتي شورا دوکیلانو امنیت خوندي نه دی، په دې اړه ولایتي شورا تصویبونه کړیدي،چې دولایت محترم مقام،مشرانو جرګې محترم مقام او دسیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لیږل شوي دي،خو تر اوسه موږ ته هیچا دوکیل صایبانو او ولایتي شورا دامنیت دخوندیتوب په اړه مثبت ځواب او ډاډ رانکړ.خوست یو سرحدي ولایت دی دخلکو مشکلات بیخي زیات دي موږ نشو کولای،چې په داسو شرایطو کې خپلې دندې په ډاډه زړه تر سره کړو،بناً موږ د دفتر دروازه تر هغه وخته د احتجاج په بڼه تړو،تر څو چې دولایتي شورا او دوکیل صایبانو امنیت خوندي شوی نه وي.))

دخوست ولایتي شورا رئیس سیدکریم خان خاکسار دخبري ناستې د موخو دڅرګندولو په ترڅ کې مشال راډیو ته وویل،چې له هغه وروسته يې دولایتي شورا دکار د بندولو پریکړه وکړه،چې امنیتي ارګانونو او نورو اړوندو ادارو د دوی پر له پسې غوښتنو ته توجه ونه کړه:

((دنننۍ خبرې ناستې موخه دا ده لکه څرنګه چې تاسو ته بهتره مالومه ده،چې نن ورځ د بغلان په ولایت کې په ولایتي شورا باندې ځانمرګی برید وشو، چې په خپله رئیس او ساتونکي يې پکې شهیدان شول، د وزارت داخله او نورو کشفي ارګانونو څخه مو دافغانستان په سطحه دا غوښتنه وکړه،چې دولایتونو دولایتي شورا ګانو امنیت په سمه توګه وساتي او پیښه مو په کلکه وغندله، دویمه موخه مو داوه چې دوې اونۍ دمخه د ولایتي شورا د وکیلانو عسکر غیرحاضر شوي دي او له دندو ایسته شوي دي او موږ په رسمي توګه له ولایتي ادارې او مرکز سره مو دا مسائیل په مکتوبي شکل شریک کړل،چې زموږ امنیت وساتي،خو دوه اونۍ کیږي چې زموږ امنیت نه نیول کیږي،موږ ته ګواښونه کیږي،په شفاهي ډول په خپله کشفي ارګانونه خبر راکوي چې تاسو ته پلان دی،پدې بنسټ موږ دا تصمیم ونیو،چې دولایتي شورا دروازه بندوو،تر څو چې دپخوا په شان زموږ امنیت خوندي شوی نه وي تر هغې موږ خپلو چارو ته نه ځو.))

د خوست امنیه قوماندانۍ امنیت امر سمونوال محمد یعقوب مشال راډیو ته وویل،چې دوی د ولسمشر دحکم او کورنیو چارو وزیر صیب د امر له مخې خپل اظافي سرتیري له ملکي ادارو ،شوراګانو او نورو ځایونو څخه راټول کړي دي.

سمونوال محمد یعقوب وویل،عام تهدیدونه په هر ځای کې شته،له هغې پرته ولایتي شورا او دویمه امنیتي حوزه سره دیوال شریک دي او کوم څرګند تهدید وجود نه لري:

((ددې موضوع په اړه د کورنیو چارو وزیر امر او د رئیس جمهور حکم دی،چې ټولو څلوردیرشو ولایتونو کې امنیه قوماندانانو او قطعاتو ته هدایت شوی،چې په هیڅ نوم له چا سره پولیس نه شي ګمارل کیدلای هغه باید جمع اوري شي خپلو قطعاتو ته، چې په دې امر کې پارلمان ، ولایتي شوراګانې او نور ملکي خلک شامل دي. موږ بیاهم دکورنیو چارو وزیر د امر سره سم څلور تنه پولیس د ولایتي شورا رئیس ته په اختیار کې ورکړي دي،درې تنه پولیس مو له هغو سربیره دشورا په دروازه کې توظیف کړي،بل دولایتي شورا او ددویمې امنیتي حوزې دیوال سره شریک دی،دوی چې دفترونه تړي هغه به ددوی خپل کار وي،خطر خو ټول مملکت ته متوجه دی تاسو يې په راډیوګانو او تلویزیونونو کې نه وینئ،چې په اکثرو ولایتونو کې انتحاري او موټر بم حملې کیږي،دا ډول اطلاعات خو په دوامدار ډول موجود دي،چې په ولایتي شورا،ولایت مقام،امنیه قوماندانۍ ،ملي امنیت ریاست او یا نورو ادارو باندې بریدونه کیږي،دا خو دښمن دی او موږ په سرحدي سیمه کې پراته یو.))

دیادونې وړ ده، د خوست ولایتي شورا له هغه وروسته دخپل دفتر دروازه راتړي،چې په همدې ورځ دبغلان ولایتي شورا مخې ته په شوي ځانوژونکي حمله کې ددې ولایت دولایتي شورا رئیس محمد رسول محسني په ګډون لس تنه ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.
XS
SM
MD
LG