د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې سخته ګرمي او زیات لوډشیډنګ،خلک وسوځیدل



که يو پلو په پاکستان کې ګرمي زياته شويده نو بل پلو د لوډ شيډنګ په دورانيه کې هم زياتوالې راغلی دی او موسمياتو محکمه وايي چې راتلونکو څو ورځو پورې به په ملک کې د ګرمۍ دا لړۍ هم دغه رنګ روانه وي.

د يادې شوې محکمې يو چارواکي محمد رياض مشال ريډيو ته وويل چې د ټولو زياته ګرمي د سند صوبې په ميدانې علاقو کې ريکارډ کړی شويده چرته چې درجه حرارت ٥١ ډګرې سينټې ګريډ ته رسيدلې دی او د خيبر پختونخوا پشمول د ملک په ميداني علاقو کې به د ګرمۍ دا لړۍ د راتلونکو څو ورځو پورې روانه وي.

نوموړې زياته کړه چې په راتلونکو څو ورځو کې د باران کيدو څه امکان خو نشته البته درې يا څلور ورځې ورسته د تيزو هواګانو چليدو امکان دی چې له وجې به یې د ګرمۍ په شدت کې لږ کموالی راشي.

په ملک کې د ګرمۍ زياتيدو سره د بجلۍ اعلانيه او غير اعلانيه لوډشيډنګ لړۍ د ١٥ ساعتونو نه اوړيدلې ده او د اوبو او بجلۍ وزارت د وينا ترمخه د بجلۍ پيداوار ٩٧٠٠ ميګاواټه او ضرورت يي ١٥٤٠٠ ميګاواټه ته رسيدلی دی.

د پشاور اليکټرک سپلايي کمپنې (پيپکو) ترجمان شوکت افضل وايي چې موجوده وخت کې صوبې ته د ٢٦٧٠ ميګاواټه بجلۍ ضرورت دی خو ورته د خپل ضرورت نه ١١سوه ميګاواټه کمه يعنې ١٥٧٠ ميګاواټه بجلي ترلاسه کیږي چې له وجې یې د صوبې په مختلفو سيمو کې ٤ نه تر ٦ ساعتو پورې لوډ شيډنګ کيږي.

کله چې مشال ريډيو د نوموړې نه وپوښتل چې پيښور او خواو شا سيمو اوسيدونکو د وينا سره سم په سيمه کې يو ساعت بجلي وي او يو ساعت نه وي نو په جواب کې شوکت افضل وايي چې څه موده وړاندې د ترهګرۍ په يوه کارروايۍ کې شيخ محمدي ګرډ اسټيشن ته زیان رسيدلی و او په موجوده وخت کې د دغه ګرډ اسټيشن د مرمت کار روان دی او هغه سيمې چې ورته دې ګرډ اسټيشن نه بجلي ورکړل کيږې هغلته زيات لوډ شيډنګ کيږي .

مشال ريډيو چې کله د واپډې پخواني چيرمين شمس الملک په وړاندې دا پوښتنه کيښوده چې څنګه ممکنه ده چې پاکستان کې په هنګامي بنيادونو د بجلۍ کموښت پوره کړل شي نو نوموړي په ځواب کې وويل چې پاکستان دا وخت ١٨ ذره ميګاواټه دبجلۍ پيدا کولو صلاحيت لري خو بدقسمتي دا ده چې ملک کې موجود د بریښنا د تولید د مرکزونو د چلولو لپاره د تيلو ضرورت دی او دتیلو د اخستو لپاره حکومت سره پيسې نشته نو ځکه دا وخت دومره لوډ شيډنګ کيږي .

نوموړي زياته کړه که حکومت د اوبو نه بجلي جوړول شروع کړي نو په ١ روپۍ او ٥٤ پيسو به ورته يو يونټ پريوځي نو وفاقي او صوبايي حکومتونو له پکار دې چې کالاباغ او بهاشا ډيمونو په شمول په وړو وړو ډيمونو ذر تر ذره کار شروع کړې نو نه صرف به ورته په ارزانه نرخ بجلي ترلاسه شي بلکه راتلونکي وخت کې به د لوډ شيډنګ په مسئله په مکمله توګه قابو هم وموندلی شي.
XS
SM
MD
LG