د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګوزن څاڅکي پر ډلې برید یو سرتېری ووژل شو


د باجوړ ایجنسۍ په تحصیل ماموند کې وسله والو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین څاڅکي پر کارکوونکو برید کړی چې په کې د لیویز فورس یو غړی شازالله خان ووژل شو.


دا برید اله وشو چې د ګوزڼ واکیسن څاڅکي ډلې د ماموندو په کلان کلي کې ماشومانو ته څاڅکي ورکول.

د صحت څانګې باجوړ ایجنسۍ د چارواکو په وینا چی د پیښې وروستو هم د ګوزڼ مهم روان دي، چې د دوی په خبره تر درو ورځو به جاري وي.

د پاکستان په ګډون په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې بیا بیا د وسله والو لخوا د پولیو پر ډلو بریدونه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG