د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د سوداګرو ستونزې


د خوست سوداګر د ولایت له والي عبدالجبار نعیمي سره خپلې ستونزې شریکوي
د خوست سوداګر د ولایت له والي عبدالجبار نعیمي سره خپلې ستونزې شریکوي

نجیب الله الوخیل



د خوست سوداګر او دوکانداران وايي،چې له کې يو شمېر ستونزو سره مخامخ دي. د دوی په خبره د تجارتي جوازنامو او پاسپورټونو نه ویشنه، د ترانزیټ او قونسلګرۍ نه شتون د دې لامل شوی،چې سوداګري یې وده نه کوي.


د سوداګرو او دوکاندارانو اتحادیې مشر کرامت خان خپلواک یو شمیر هغه لاملونه په ډاګه کوي.،چې له کبله يې سوداګر او پانګوال زړه ماتي او مایوسه شوي دي:

((سوداګر مایوسه دي،دوی له حکومته هم ګیله من دي، دوی د هغو کسانو څخه هم ګیله من دي،چې د سواګرو کارونه ورپورې تړلي دي،ولې دوی ته تجارتي پاسپورټ دلته نه ورکول کیږي،اول چې څوک تجارتي پاسپورټ اخلي، باید په کابل کې شپې،شپې او هفتې تیرې کړې بیا وروسته پاسپورټ ترلاسه کړي،د قونسلګرۍ موضوع همداسې پاتې ده،په دې ډیر کار شوی وو،د ترانزیټ موضوع هم همداسې پاتې شویده، ډیری کارونه يې خلاص شوي دي،بل زموږ یو شمیر تاجر وروڼه دي،چې ممکن ځینې دلته راغلي وي،دبېټریو کاروبار کوي،نو بېټرۍ باید تیزاب ولري،دا نیول کیږي او د مخالفینو ټاپې پرې وهل کیږي،سره له دې چې اصول داسې دي چې تجار ونیسه او تیزاب لابراتوار ته انتقال کړه،کله چې په ټیسټ کې مالومه شوه،چې چاودیدونکي توکي ورڅخه جوړیږي،نو په سوداګر دوسیه جوړه کړه،کنه سوداګر څنګه نه مایوسه کیږي او په کومو سترګو دلته کیني.))

دسوداګرو او صنایعو امر سیدشاه ویاړ د سوداګرو او دوکاندارانو یادې غوښتنې پر ځای بولي او وايي، هڅې يې پیل کړي چې سوداګرو ته په خوست کې تجارتي جوازنامې او پاسپورټونه وویشل شي او په کابل کې له ستونزو او سرګردانیو خلاص شي:

((دسوداګرو او صنایعو امریت ایجاد شو،موږ هڅه کړیده هغه جوازونه چې نن سبا يې نهايي کارونه په مرکز کابل کې خلاصیږي او هلته دتجارانو په وینا دوی ته ځینې مشکلات جوړیږي،نو زموږ د وړاندیزونو پر اساس هغوی یو څه مثبت ځواب راکړی دی تر څو دجوازونو مکمل کار همدلته په خوست کې خلاص شي او په همدې توګه موږ هڅه کړیده،چې د تجارتي پاسپورټونو مسله ،چې ډیره مهمه ده او په کابل کې يې کارونه خلاصیږي، باید همدلته په خوست کې تجارانو ته وویشل شي.))

خوست والي عبدالجبار نعیمي وویل،چې که څه هم تر اوسه دصنعتي پارکونو دجوړولو او نورو پرمختیايي پروګرامونو دتطبیق لپاره دځای او ځمکې په اړه یو شمیر ستونزې شته،خو که چېرې پانګوال وغواړي په خوست کې په بیلابیلو تجارتي برخو کې پانګونه وکړي،نو د ځمکې او ځای په شمول به ورته ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده په خوست کې ټرانزیټ ،ګمرکي تاسیسات،تجارتي جوازنامې او سوداګریز پاسپورټونه هغه ننګونې او دسوداګرو په مخکې پرتې ستونزې دي،چې په حل کیدو سره يې له دې کبله چې کراچۍ بندر ته دنورو لارو په پرتله نږدیوالۍ لري،په کې سوداګریز کاروبار ښه وده او پرمختیا کولای شي.
XS
SM
MD
LG