د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د تشدد صنعت




له امريکا څخه په خپرېدونکې (دي امريکن پراسپکټ) نومې مياشتنۍ مجلې کې خبرياله بينش احمد ليکي، ما په دې وروستيو کالونو کې له پاکستان څخه، چيرته چې د تېرې شنبې ورځې د انتخاباتو پر مهال د تاوتريخوالي په پېښو کې شاوخوا ۳۰ تنه ووژل شول، د ورته پېښو راپورونه رسنيو ته ورکړي دي.


نوموړې خبرياله په پاکستان کې مخ ته راتلونکې د تشدد پېښې د امريکا هغو سره پرتله کوي او وايي چې دغلته د يو چا فردي ټولنيزې يا رواني ستونزې وي چې د تاوتريخوالي د پېښو سبب کيږي. دا زياتوي، په امريکا کې به يو سړی يوه سينېما هال يا ښوونځي ته وننوځي او په ناتاري ډزو سره به يو شمېر خلک ووژني.

د بينش احمد له ليکنې سره سم، د پاکستان د تاوتريخوالي د پېښو نوعييت بيا بېل رقم دی. دغلته د ولسي وژنې د پېښې مسوليت اکثره وخت د خلکو يوه ډله پر غاړه اخلي. د کراچۍ پر يوه مصروفه لاره د عامو خلکو په ډزو سره د وژلو د پېښې او يا هم په کوټه ښار کې له يوې بمي چاودنې وروسته، اکثره ليدل شوي چې يوه ترهګره ډله مطبوعاتو ته په ټيليفون کولو سره د پېښې زمه واري قبوله کړي.

په ليکنه کې وړاندې راغلي، په پاکستان کې حتی يو يوازنی کس هم که د عامو وګړو ژوند ته خطر جوړوي، نو تر شا يې د جنايتکارانو يا د ترهګرو يوه ډله ولاړه وي، چې ريښې يې اکثره وخت په دغه هېواد کې له مودو راهيسې موجودو قومي او يا هم فرقه يي شخړو ته رسي.

د يادې خبريالې په اند، په پاکستان کې ډله ييز او ژبني اختلافات باقاعده د يو صنعت په ترڅ کې مخ ته وړل کيږي. همدغه اختلافات د پاکستان د جوړېدو سبب شول کله چې د هند مسلمانانو له سيمې څخه د بريتانوي سامراج تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې د يوه کمزوري اقليت په توګه له اوسېدو انکار وکړ.

په ليکنه کې د ځينو کتونکو د هغو نيوکو يادونه هم شوې ده چې وايي، د پاکستان په ښوونځيو کې ماشومانو ته د نورو قامونو او مذهبونو د خلکو پر ضد د کرکې درسونه ورکول کيږي.

دغه راز د پاکستان د آيين حواله ورکړل شوې چې له احمديانو يې ځان ته د مسلمان ويلو حق اخيستی دی.

په ليکنه کې ويل شوي، د پاکستان په څېر يوه هېواد، چې دا رقم ټولنيز او مذهبي تفاوتونه وجود په کې ولري، د تاوتريخوالي پېښې به هرو مرو په کې مخې ته راځي.
XS
SM
MD
LG