له کراچۍ د قامی اسمبلۍ له ۲۵۰ حلقې څخه د بیا ټاکنو وروسته د نارسمي نتیجو له مخې د تحریک انصاف ډلې یو مشر عارف علوي کامیاب شوی دی.
ددغې سېمې د صوبایي اسمبلۍ په چوکیو ۱۱۲ او ۱۱۳ هم د پاکستان تحریک انصاف ډلې کاندیدان کامیاب شوي دي .
په یاده حلقه په ۱۱ مۍ په ټاکنو کې د مبینه درغلۍ د تورونو روسته د ټاکنو کمیشن ددغې حلقې د انتخاباتو نتیجې ځنډولې وې.
د اتوار په ورځ د یادې حلقې په ۴۳ پولینګ سټیشونونو باندې د پوځ په څارنه کې بیا ټاکنې وشوې.
متحده قامي مومنټ، پیپلزپارټۍ، جماعت اسلامي او مجلس وحدت المسلمین له دغو ټاکنو بایکاټ کړی وو.