د لاسرسي ځای



افغان چارواکي وايي، چې په بغلان کې نن د دوشنبې پر ورځ په ترسره شوي ځانمرګي برید کې د دغه ولایت د ولایتي شورا د رییس محمد رسول محسني په ګډون لس کسان ووژل شول او شپږ نور ټپيان دي.


د بغلان د امنیې قوماندان اسدالله شیرزاد مشال رادیو ته وویل، چې دا حمله نن له غرمې مخکې د ولایتي شورا د ودانۍ مخې ته وشوه:

(له بده مرغه د ولایتي شورا مخې ته په حمله کې شپږ تنه ټپیان شوي او لس کسه نور چې یوه میرمن او دوه سرتیري هم پکې وه مړه شوي دي.

په مړیو او ټپیانو کې نهه ملکي کسان شامل دي).

بل خوا د بغلان د عامې روغتیا د رییس مرستیال محمد زبیر اکبري مشال راډیو ته وویل، چې دوې ته یولس مړي او شپږ ټپیان ور وړل شوي دي.

د دې پیښې مسوولیت وسله والو طالبانو منلې دی.

ولسمشر حامدکرزي د بغلان په ولایت کې تروریستي برید په کلکه وغانده


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د بغلان ولایت د ولایتي شورا د ودانۍ پر وړاندې هغه ځان مرګی تروریستي برید په کلکه وغانده چې له امله یې یو شمېر بې ګناه ملکي هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښتله. نوموړي په دغه تروریستي برید کې له وژل شویو کورنیو سره خواخوږي وښودله.

حامدکرزی د بغلان د ولایتي شورا پر دفتر باندې تروریستي برید یو ډارن او د ټولو اسلامي او بشري اصولو پرخلاف عمل بولي، ترسره کوونکي یې د افغانستان د خلکو دښمنان او د پردیو نوکران ګڼي.

ولسمشر د ملکي او بې دفاع خلکو وژل غیر اسلامي او غیر انساني عمل بولي خو ډاډ څرګندوي چې افغان ملت به د داسې کړنو پر وړاندې هیڅکله د ستړیا او تسلیمۍ سر ټیټ نه کړي.

حامد کرزي په بغلان، کندهار او کابل کې د افغانستان د خلکو د دښمنانو لخوا وروستیو تروریستي بریدونو ته په اشارې سره وویل، افغانستان د شهادتونو او سرښندنو ټاټوبی دی، د دې هېواد میړني ولس د تاریخ په اوږدوکې هیڅ زبرځواک ته د تسلیم سر نه دی ټیټ کړی او نه به یې ټیټ کړي.
XS
SM
MD
LG