د لاسرسي ځای

تازه خبر

”د شاه جوی ټول ښوونځي پرانيستل شول “




د زابل د شاه جوی ولسوال وايي، په دغه ولسوالۍ کې يې ټول هغه ښوونځي بېرته پرانيستي دي، چې طالب وسله والو تړلي وو، دی وايي، طالبانو ښوونځي د دولت د هغه بنديز په غبرګون کې تړلي وو، چې په موټر سايکلو يې لګولی وو.

طالب وسله والو د روان تعليمي کال له پيل راهيسې د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې د ماشومانو پر مخ ټول ښوونځي تړلي دي، خو اوس د دغې ولسوالۍ ولسوال وايي، چې تازه يې له طالبانو سره خبرې کړې او په دې يې راضي کړي دي، چې ماشومان ښوونځيو ته پرېږدي.

د سيمې د اوسېدونکيو په خبره، طالبانو وروسته له هغه ښوونځي بند کړل، چې دولت په زابل کې د موټر سايکلو پر تګ راتګ بنديز ولګاوو.

د شاه جوی ولسوال محمد صديق صديقي وايي، له ډېرې مودې را هيسې يې هڅه کوله، چې طالبان پوه کړي، چې د ښوونځيو د تړلو پرېکړه يې بې ځايه ده.

دی وايي، په دې وروستيو کې قومي مخور او سپينږیري راټول شول او طالبان يې په دې راضي کړل چې له خپلې پرېکړې تېر شي او ښوونځيو ته د خلاصېدو اجازه ورکړي.

"له څه مودې را په دې خوا ښوونځي د مخالفينو د ګواښونو له امله بند وو، چې اوس موږ وتوانېدو چې د وطن د سپين ږيرو او علماوو په واسطه دا ښوونځي لاص کړو. اوس ټول ښوونځي د شاګردانو پر مخ خلاص دي او هيڅ مشکل نشته."

ولسوال وايي، د پوهنې رياست هم ور سره وعده کړې، د ښوونځيو له خلاصېدو سره به د ماشومانو د کتابونو او کتابچو غم خوري.

دی وايي، دا مهال په ټوله ولسوالۍ کې دوڅلوېښت ښوونځي لري، چې څلور دېرش يې ودانۍ نه لري، او ماشومان پکې لمر ته ناست وي.

"تقريبا موږ دوڅلوېښت ښوونځي لرو، چې په هغو کې اته ښوونځي ودانۍ او تعميرات لري، نور يو ښوونځی هم ودانۍ نه لري. دا زموږ لپاره ډېر غټ مشکل دی."

د زابل د پوهنې رييس رحيم الله لودين وايي، اوس هم په بشپړه توګه ډاډه نه دی، چې طالبانو دې ښوونځيو ته د خلاصېدو اجازه ورکړې وي، خو وايي، بيا هم تمه لري، چې طالبان به تر خپلې پرېکړې تېر شوي وي.

دی وايي، هغه وخت به مو زړه ته ولوېږې چې ښوونځي خلاص شول، چې په خپله ولسوالۍ ته ورشو او په سترګو يې ووينو.

"داسې سل فيصده مطمئين نه يوو، ولې انشاالله امېداوري مو زياته ده، چې د مکتبونو مشکل حل دی. خو موږ هغه وخت ځان مطمئين بولو، چې په خپله ولسوالۍ ته ورشو او په سترګو يې ووينو."

څو ورځې وړاندې د زابل د پوهنې رييس دا نه منله چې، د تعليمي کال له پيل راهيسې طالبانو په شاه جوی کې ښوونځي تړلي.

ده ويل، څه موده وړاندې طالبانو يوازې څو ښوونځيو ته دړکې او ګواښونه ورکړي، چې ور سره يوازې ښوونځيو ته د تلونکيو زده کوونکيو په شمېر کې کمولای راغلی دی.
XS
SM
MD
LG