د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا کې یوازې دوه مجلې کولتوري مطالب خپروي



د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په دې اړه اورئ چې له خيبر پښتونخوا څخه خپرېدونکې د پښتو ژبې مجلې له پښتنې کلتور، په ځانګړې توګه پښتو موسيقۍ سره تړليو موضوعاتو ته څومره ځای ورکوي. دغه راز په اسلام اباد کې د يوې څېړنيزې ادارې له هغو هڅو هم خبرېږئ چې غواړي د قبايلي سيمو د خلکو امنيتي، سياسي او ټولنيزې مسالې د نړۍ او د هېواد وګړو ته د مجلو له لارې ورسوي.

په پېښور کې دوه مجلې کولتوري مطالب خپروي چې ( لیکوال ) او ( پاڅون ) نومیږي.
ددې ترڅنګ په ځايي ورځپاڼو کې هم اونۍ کې یو وار ادبي او کولتوري پاڼې خپریږي، خو دغه ورځپاڼې په پښتو ژبه کې نه دي.

په دې خپرونه کې اورئ چې د پښتنو کلتور پوهان په رسنیو کې دخپل کلتور کمې پاملرنې ته څه اندېښنې لري.

دا خپرونه، چې هارون باچا يې جوړوي، خوږې سندرې هم په کې اورېدلای شئ :



تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:21 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG