د لاسرسي ځای

تازه خبر

حامد کرزی نوي ډیلي ته سفر کوي



ټاکل شوې چې د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی د راتلونکې دوشنبې په ورځ هند ته سفر وکړي.

تمه ده چې جمهور رئیس کرزی به په دي دري ورځنې سفر کي د هند له صدراعظم منموهن سنګ او نورو جګ پوړو چارواکو سره لیدنې کتنې وکړي.

د هند خبري راسنۍ وایي، جمهور رئیس کرزی او سنګ به په پاکستان کي د سیاسي مشرتابه د بدلون په اړه بحث وکړي او جمهور رئیس کرزی به دغه راز په بروکسیل کي د پاکستان د پوځ له لوي درستیز جنرال اشفاق کیانې او د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کیري سره د وروستیو خبرو په اړه هم د هند صدراعظم ته معلومات ورکړي.

هند چې د افغانستان په بیا رغوونې کي یي له دوه میلیاردو ډالرو زیاته مرسته کړې ، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د خپل امنیت په اړه هم اندیښنې لري.
XS
SM
MD
LG