د لاسرسي ځای

تازه خبر

دملاکنډ چاودنه،۱۳ مړه ۳۲ ژوبل



د خیبر پښتونخوا د مالاکنډ په بازدره کلي کې د تیرې ورځې په بمي چاودنو کې د وژلو شویو کسانو شمیره دیارلسو ته پورته شوې ده. داچاودنه پرون يه داسې مهال کې وشوه چې خلک د جمعې په مانځه ولاړ وو.


د مالاکنډ ډپټي کمشنر عمران خان د خالي په ورځ مشال راډیو ته د پېښې د تلفاتو د تازه شمیرې په اړه داسې وویل :

(( په دې پېښه کې دیارلس کسان وژل شوي او دوه دیرش نور ژوبل دي. په یاده سیمه کې اول ځل داسې برید ترسره کیږي، دا یوه پاکه صافه سیمه ده. ))

ددې پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخیستې . په پاکستان کې دیوولسم مئي په انتخاباتو کې د مسلم لیګ ن او د تحریک انصاف دبري ترلاسه کولو وروسته تمه کیده چې بمي بریدونو کې به کمی راشي، خو داسې نه دي شوي.

XS
SM
MD
LG